د مرکزي کرمې بې کوره شوي خلک وايي د لوظونو پرته ورسره حکومتي مرستې نه دي شوي

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان کرمه قبایلي سیمه

د مرکزي کرمې بې کوره شوي خلک چې اوس خپلو سیمو ته ستانه شوي دي وايي د کورونو په ابادولو کې ورسره د لوظونو پرته حکومتي مالي مرستې نه دي شوي.

یو ځايي مشر پټان عبدالقادر د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شنواري ته وویل که چرې حکومت د فېبرورۍ د میاشت تر د ٢٢ مې نېټې پورې ددوی غوښتنې پوره نکړې نو په پېښور کې به د گورنر هاوس مخې ته احتجاج پیل کړي.

د مرکزي کرمې اوسیدونکي دا هم وايي چې سیمه کې د شناختي کارډونو جوړولو ادارې نادره دفتر نشته چې له امله یې خلک د شناختي کارډونو ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي نو ځکه دې هلته د نادره دفتر هم پرانستل شي.

په دې اړه نور تفصیل د خبریال ابراهیم شنواري په رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کرمې ايي ډي پپز احتجاج