امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ مېلین ډالرو پوځي امداد لېږي

د امریکې د مرستي په کڅوړه کې به اوکراین ته د توپخانې او د هوېټزر ګوله بارود، د اېچ اېم ای ار اېس ډوله وسلو دپاره راکټې، مارټرې، مزایلې او د ټېنکونو په ضد استعمالېدونکي رایفلې ورکول کېږي

د امریکې د مرستي په کڅوړه کې به اوکراین ته د توپخانې او د هوېټزر ګوله بارود، د اېچ اېم ای ار اېس ډوله وسلو دپاره راکټې، مارټرې، مزایلې او د ټېنکونو په ضد استعمالېدونکي رایفلې ورکول کېږي

امریکا به اوکراین ته د ۳۰۰ مېلین ډالرو مالیت پوځي امداد لېږی او امریکايي چارواکي وايي اوکراین سره د تازه پوځي مرستې رسمي اعلان به د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړی شي.

امريکا اوکراین ته نور پوځي امداد په داسې حال کې هم ورکوي چې د وي او ای رپورټ وايي اوکرایني ځواکونه د سپرلي موسم د راتګ سره د روسي عسکرو خلاف د جوابي حملې تیاری کوي.

د امریکې د مرستي په کڅوړه کې به اوکراین ته د توپخانې او د هوېټزر ګوله بارود، د اېچ اېم ای ار اېس ډوله وسلو دپاره راکټې، مارټرې، مزایلې او د ټېنکونو په ضد استعمالېدونکي رایفلې ورکول کېږي.

د وي او ای رپورټ وایي امریکا به په لومړي ځل اوکراین ته هاېډرا سېونټي ډول راکټونه ورکوي چې د جهاز نه چلېږي او په فضا کې هدف وولي. دا راکټې به په ځمکه د اوکرایني ځواکونو د پېش قدمۍ ملاتړ کوي.

اوکراین ته تازه امداد به د مخکې په شان د امریکې د دفاع وزارت یا د پېنتګان د ذخیرې نه ورکول کېږي.

په اوکراین د روس د یرغل نه پس اوکراین ته به دا د امریکې د پوځي امداد ۳۷ برخه وي.

د اوکراین صدر ولادېمېرزېلېنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ واشنګټن پوسټ اخبار ته وویل چې هغه امریکي د خفیه معلوماتو د افشا کېدو نه نه دی خبر کړی.

د معلوماتو د افشا کېدو خبر په لومړي ځل نیویارک ټایمز اخبار ورکړی و او زېلېنسکي وویل د معلومات افشا کېدل د وایټ هاوس د نېک نامۍ دپاره ښه خبره نه ده.

د نیویارک ټایمز د رپورټ ترمخه په افشا شویو معلوماتو کې د اوکراین د جنګ د تازه صورتحال حال هم بیان شوی و.

زېلېنسکي د خبرو په جواب کې د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا روېټرز خبري ادارې ته وویل امریکايي مامورین د اوکرایني هم منصبانو سره په یو شمېر موضوعات په مسلسل رابطه کې وي خو د دغو رابطو په اړه معلومات مطبوعاتو سره نه شي شریکېدلی.

یادونه: د دې خبر معلومات ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي