د لبنان چارواکي وايي اسرایل د هېواد په جنوبي او مشرقي علاقو کې بمباري کړې

په لبنان کې د اسرایل د تازه حملو په اړه د رپورټونو نه څو ورځې مخکې د اسرایل او په لبنان کې مېشته حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ ډزبندي شوې ده

د لبنان د صحت وزارت وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل په حمله کې د هېواد په جنوبي برخه کې یو تن ووژل شو او د لبنان پوځ وویل د هېواد په مشرقي برخه کې د اسرایل حملې يې یو عسکر زخمي کړو.
د اسرایل پوځ په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په لبنان کې د اسرایل د تازه حملو په اړه د رپورټونو نه څو ورځې مخکې د اسرایل او په لبنان کې مېشته حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ ډزبندي شوې ده.

د اسرایل او د حزب الله جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته شروع شوی و.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. اسرایل وايي تر ۱۰۰ پورې یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې دریمه برخه يې مړه یا وژل شوي دي.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د ډلې خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې تر اوسه د ۴۴۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایل وایي په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.

اسرایلي چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې اسرایلي امریکايي عسکر اومېرنوټرا هم په اسرایل د حماس په حمله کې وژل شوی دی. وړاندې دا ګمان کېدلو چې هغه حماس یرغمال نیولی دی.

اسرایلي پوځ په دې اړه تفصیل وړاندې نه کړو چې د نوټرا د مرګ اعلان د کومو معلوماتو په بنیاد کوي.
د اسرایل صدر ایزک هرزوګ په یو بیان کې د نوټرا کورنۍ سره د غمرازۍ اظهار وکړو.