لبنان د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپل هیواد کې د یوې ایرانۍ مسافر وړونکې الوتکې د کښته کېدو مخه ونیوله، چې په غبرګون کې یې ایران هم د جمعې په ورځ د لبنان د الوتکو مخه نیولې او په نتیجه کې یې په ایران کې لسګونه لبناني وګړي بند پاته شوي دي. تهران وايي لبنان دا ګام د اسرایل د ګواښ له کبله اخیستی.
رپوټونه وايي د اسرایل پوځ پر تهران تور لګولی چې د مسافر وړونکې الوتکې له لارې حزب الله ته په غیرقانوني توګه پیسې ور لېږلې چې دغه ډلې پرې ځان په وسلو سمبال کړي.
ایران بیا د دې تور په جواب کې وویل، دوی به د لبنان الوتکو ته تر هغه وخته اجازه ورنه کړي چې تر څو یې الوتنو ته په بیروت کې د کښېناستلو اجازه نه وي ورکړل شوې.
د الوتکو د معطلۍ له کبله ایران ته ورغلي په لسګونو لبناني شيعه زيارت کوونکي له درو ورځو راهيسې هلته بند پاته دي. دوی غوښتل د ماهان ایر کمپنۍ په الوتکه کې بیروت ته ستانه شي، خو لبنان چې د ایراني الوتکې د کښته کېدو مخه ونیوله د دوی سفر وځنډېد.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د جمعې په ورځ وویل، اسرایل له تهرانه د لبناني وګړو وړونکې یوې مسافر وړونکې الوتکې ته ګواښ کړی وو چې وایي له کبله یې "د بیروت هوایي ډګر ته د ایران د معمول پروازونه ګډوډ شول."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بقایي د اسرایل د دغه ممکنه ګواښ غندنه کړې او دا یې د نړیوال قانون سرغړونه بللې ده.
د اسرایل د پوځ ویاند افیخای ادرعي پر ایکس په یو پوسټ کې ویلي، د ایران القدس ځواک او حزب الله بیروت ته د پیسو د قاچاق لپاره له ملکي الوتکو کار اخلي.
د ویاند په وینا د اسرایل پوځ به "حزب الله ته اجازه ورنه کړي چې ځان په وسلو سمبال کړي او په اوربند باندې د عمل کولو لپاره به له خپلو ټولو وسیلو کار واخلي چې د حزب الله د وسلو تر لاسه کولو مخه ونیسي."
د ایران د الوتنو له مخنیوي وروسته لبنان د جمعې په ورځ د خپلې ملي هوایي کمپنۍ «مډل ایسټ ایرلاینز» دوې الوتکې لبنان ته ولېږلې چې په ایرانه کې بند پاته لبناني وګړي بیرته ور ستانه کړي، خو ایران د لبنان الوتکو ته پر خپله خاوره د کښېناستلو اجازه ور نه کړه.
په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني د جمعې په ورځ د ایران سرکاري ټیلیویژن ته وویل، ایران به الوتکو ته یواځې په هغه صورت کې د کښته کېدو اجازه ورکړي چې ایراني الوتکو ته بیروت ته د الوتنې اجازه ورکړل شي.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر جو رجي د جمعې په ورځ لبناني ټیلیویژن «الجدید» ته وویل چې د هغه وزارت له خپل ایراني سیال سره د دې مسئلې د حل لپاره کار کوي.
د حزب الله د پارلمان غړي ابراهیم الموسوي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د لبنان له حکومته وغوښتل چې په ټولو ولسي تنصیباتو په ځانګړې توګه پر هوایي ډګر د لبنان د واکمنۍ د ضمانت لپاره ضروري ګامونه واخلي.
د حزب الله لسګونو پلویانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه مظاهره کې د بیروت د هوايي ډګر شاوخوا سړکونه بند کړل.
د تېر کال په ستمبر میاشت کې د لبنان د ټرانسپورټ وزارت یوې ایرانۍ الوتکې ته امر وکړ چې خپل فضایي حدودو ته داخل نه شي، ځکه چې اسرایل د بیروت په هوایي ډګر کې د ټرېفیک کنټرول ته خبرداری ورکړی وو چې د دغې ارانۍ الوتکې د کښته کېدو په صورت کې به له ځواکه کار واخلي.
یادونه:- د راپور معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.