د امريکې ددفاع وزير ليون پنياټا تيره ورځ په کابل کې دائتلافي ځواکونو په دفترونو او امريکائي سفارت خانه ترسره شوي بريد ته په اشارې کولو سره وئيلي دا خبره د منلو وړ نۀ ده چې د حقاني نيټ ورک جنگيالي دغه رقم خونړي بريدونه ترسره کوي او بيا دپولې پورې غاړې پاکستان ته دخونديتوب لپاره تښتي.
د دفاع وزير وويل په کوم پيغام چې هغوي ته دپوهيدو ضرورت دى هغه دا دى چې دوي به د خپلو پوځيانو د دفاع لپاره هر څه کوي.
هغه خبردارى ورکړى چې هيواد به يې پاکستان کې محفوظو ځالو لرونکو تندلارو ته په امريکائي پوځيانو دبريدونو ددوامداره ساتلو اجازت نۀ ورکوي.
پنيټا د شورو په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي دتندرويه ډلې حقاني نيټ ورک افغانستان کې خونړي بريدونه کول او بيا دپولې پورې غاړې محفوظو ځالو کې پټيدل دمنلو وړ نۀ دي.
هغه تور لگولى چې پاکستان ددغه تندرويه ډلې په ضد کارروايۍ کې ناکامه شوى دى.
تيره ورځ په کابل کې دامريکې سفير ريان کروکر هم وئيلي وؤ افغان پايتخت کابل کې تر شلو ساعتو پورې روان تيره ورځ دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې دحقاني نيټ ورک لاس ؤ چې پکې دنيټو هيډکوارټرز، امريکائي سفارت خانه او گڼ شمير مهم هدفونه په نخښه کړل شوي وؤ.
ښاغلي پنياټا په پاکستان نيوکه وکړه او وې وئيل چې وخت په وخت دوي په پاکستان ټينگار کړى چې د حقاني نيټ ورک لخوا دکيدونکو دغه رقم بريدونو په اړه دې گامونه واخلي خو په دغه حقله زيات پرمختگ نۀ دى شوى.
هغه وويل دا خو به نۀ وائي چې مستقبل کې به دامريکا عکس العمل څه وي خو واضحه يې کړه چې واشنگټن به ددغه رقم بريدونو اجازت نۀ ورکوي.
که هر څو په کابل کې اوسني بريدونه دحقاني نيټ ورک کارروائي گرځولى شي خو افغاني طالبانو ددغه بريد ذمه واري په غاړه اخستې، حقاني نيټ ورک دالقاعده سره هم اړيکې لري او دغه ډلې په تيرو وختونو کې هم دمنظمو بريدونو دتوان څرگندونه کړې.
پيناټا وويل امريکا به دخپلو گټو په ضد پاکستان څخه دکيدونکو بريدونو مخنيوي لپاره هرممکن گام اخلي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دکابل بريدونه دامنيتي چارو پخپلو لاسونو کې داخستو په حواله دافغانانو په توان انديښنې راولاړوي؟ پنيټا وويل په مجموعي توگه دهغوي ځواب ښۀ ؤ، هغه دا امريکائي ادعا تکرار کړه چې په افغانستان کې به دتشدد کچه کميږي او طالبان کمزوري کيږي.
پنيټا وويل دغه رقم بريدونه او دوژنو هڅې ددې حقيقت عکاسي کوي چې هغوي( طالبان) زمونږ په پوځيانو په پراخه کچه دبريدونو توان دلاسه ورکوي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې ددفاع وزير خبريالانو ته وويل دکال دختميدو وروستو په عراق کې دپرله پسې امريکائي موجوديت په اړه عراقيانو سره په خبرو اترو کې پرمختگ کيږي.
هغه وويل تر دې مهاله دا فيصله نۀ ده شوې چې په عراق کې دې څومره امريکائي پوځيان پاتې شي خو خبرې اترې په اړه روانې دي چې عراقيان به دترهه گرۍ دمخنيوي مرستې او څه رقم تربيت ته ضرورت لري.
پنيټا : امريکا به پخپلو پوځيانو د حقاني ډلې لخوا دبريدونو اجازت نۀ ورکوي
ښاغلي پنياټا په پاکستان نيوکه وکړه او وې وئيل چې وخت په وخت دوي په پاکستان ټينگار کړى چې د حقاني نيټ ورک لخوا دکيدونکو دغه رقم بريدونو په اړه دې گامونه واخلي خو په دغه حقله زيات پرمختگ نۀ دى شوى