لټ هر فلای "پریږده چې والوځي، وزر ېې مه پرېکوه"

د بشري حقونو د نړیوال مبارز ضیاالدين یوسفزي کتاب لیټ هر فلای " پریږده چې والوځي" د نومبر په ٨مه په برتانیه او په ١٣مه په امریکا کې د انگریزۍ ژبې نه علاوه په اتوو ژبو کې خپریږي. ضیاالدين یوسفزي وي او ای ډیوه ته وویل په پښتو او اردو ژبو کې به هم دا کتاب زر تیار شي.

لیټ هر فلای، پریږده چې والوځي، وزر یې مه پرېکوه د ضیاالدين یوسفزي د ژوند کیسه یا ژوند ليک دی چې انگریزه لیکواله لوئس کارپینټر یې شریکه لیکواله ده.

د ښاغلي یوسفزي تر مخه دا د یو پلار د برابرۍ د پاره د سفر او د ژوند کیسه ده:

"دا په بنیادي توگه زما د شخصیت د بدلون کیسه ده، چې څنگه زه د یو پدرانه معاشرې نه تر وسني فکره راورسیدلم"

ښاغلی یوسفزی دا وخت په نړۍ کې د جینکو د تعليم د پاره د یو نړیوال تحریک مشري او د ملاله فنډ لاندې د جینکو د تعليم د ودې د پاره هلې ځلې کوي.

خو ښاغلی یوسفزي وايي تر څو یې په خپل وطن کې او د خلقو په ژوند کې بدلون نه وي راوستی تر هغې خپله مبارزه نیمگړي گڼي. ښاغلی یوسفزی وايي اصلي بدلون به د خپله کوره راځي:

"تر څو چې زمونږ په کور کې په کلي کې په اولس کې په قام کې بدلون نه وي راغلی نو زه د خپل کار، زیار او همته نه شم مطمین کیدلی"

ښاغلي یوسفزي وویل د میندو او پلرونو په سوچ کې د هلکانو او جینکو لپاره د یو شان والي غَوَر به یې د هلکوالي راهسې کولو، هغه وايي دا بدلون یې د وړوکوالي خوب وو:

"زما په شاعرۍ کې د شلو کالو په عمر کې هم زما پیغام دغه وو، زه خپل خوب ته ریښتونې وومه"

د ښاغلي یوسفزي تر مخه بدو خلقو غوښتل چې د هغه او دملاله یوسفزۍ غږ خاموشه کړي او ٥٠٠٠٠ جینکۍ یې وا نه وري:

"خو دغه غږ وس ١٣٠ میلینه جینکو ته ورسیدلو، هغه غږ چې په مقامي توگه نه خوښېدلو وس په نړۍ کې خور شو"

د ښاغلي یوسفزي سره د رحمان بونيري مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د ضیالدين یوسفزي سره مرکه

که غواړئ چې ددې کتاب په حقله نور معلومات تر لاسه کړئ نو په لانديني ایمېل رابطه وکړئ

jbennett@penguinrandomhouse.co.uk​