د امریکې په روانو ټاکنو کې د صدر له ټاکلو سره سره رایه ورکوونکي د کانګرس د دواړو اېوانونو استازو مجلس او سېنټ لپاره امیدوارانو ته هم رایه ورکوي چې مقابله یې سخته ده د دواړو ګوندونو د اکثریت ګټلو امکان لیدل کېږي.
د استازو اېوان د ټولو 435 څوکیو لپاره په ټوله امریکا کې ټاکنې کېږي چې د دوو کلونو لپاره نوي غړي وټاکي او د سېنټ له 100 څوکیو څخه پر 34 څوکیو باندې هم انتخابات کېږي چې د شپږ کلونو لپاره نوي سنېټران وټاکي. د هر ګوند غړو که ډېرې څوکۍ وګټلې، په کانګرس کې به هم اکثریت ترلاسه کړي.
اوس په سېنټ کې ډیموکرېټ ګوند په لږ اکثریت او د استازو په اېوان کې ریپبلکن ګوند په اکثریت کې دي، چې د ټاکنو د کارپوهانو په وینا دا اکثریت شاید بدل شي او یا همداسې پر خپل حال پاتې شي.
ریپبلکن ګوند دا وخت په سېنټ کې 49 څوکۍ لري خو دا موقع لري چې بیا په سېنټ کې اکثریت تر لاسه کړي، دا مهال ډیموکرېټان د سېنټ 51 څوکۍ لري.
د ډیموکرېټ ګوند ځینې سنېټران په یو شمېرایالتونو کې د خپلو ریپبلکن سیالانو له سختې مقابلې سره مخامخ دي. د سېنټ د 34 څوکیو لپاره په کېدونکو انتخاباتو کې 23 د ډیموکرېټ ګوند او یا د خپلواکو سنېټرانو دي، چې له ډیموکرېټ سره ملګري دي.
څېړونکي وایي د سېنټ کنټرول د سختې مقابلې په اوو ایالتونو پورې تړلی دی، خو د استازو اېوان په 435 څوکیو کې د څه کم 40 څوکیو نتیجې په شک کې دي او په دې بنیاد هر ګوند د شاوخوا 200 څوکیو د ګټلو موقع لري.
دا مهال د استازو په اېوان کې ډیموکرېټ ګوند 212 او ریپبلکن ګوند 220 څوکۍ لري او درې څوکۍ خالي دي.
داسې ښکاري چې په لوېدیځ ویرجینیا کې ډیموکرېټان د سېنټ یوه څوکۍ وبایلي او ریپبلکن کامیابه شي. که ریپبلکن له ډیموکرېټ ګونده یوه بله څوکۍ وګټي نو په سېنټ کې به اکثریت تر لاسه کړي.
د واکمن ډیموکرېټ ګوند په شمېر لږ سنېټران د ریپبلکن ګوند له سخت مخالفت سره مخ دي او د ټاکنو د بیا ګټلو لپاره په سخته سیالۍ ورسره بوخت دي.
د صدارتي ټاکنو د کمپېن په مهال شوې سیاسي نظرپوښتنې ښیي څنګه چې رایه ورکوونکي د صدارت لپاره د کاملا هېریس او ډانالډ ټرمپ په اړه مختلف نظرونه لري، د کانګرس د ټاکنو په اړه یې هم نظرونه وېشلي دي.
د اکتوبر په میاشت کې د رویټرز خبري ایجنسۍ او په امریکې کې د یوې څېړنیزې ادارې ایپسوس په سروې کې ښودل شوي وو، چې 43 فیصده رجسټر شوي رایه ورکوونکي د کانګرس په ټاکنو کې په خپلو ضلعو کې د ډیموکرېټانو او 43 فیصده نور د ریپبلکنو ملاتړ کوي.
په دیموکرېټ پلوو ایالتونو نیویارک او کېلیفورنیا کې انتخاباتي سیالۍ به د استازو اېوان د کنټرول په اړه فیصله کوي او په همدې حال کې دیموکراتان هڅه کوي هغه څوکۍ بیرته وګټي چې د 2022م کال په ټاکنو کې بایللې وې.
د استازو اېوان د ټاکنو نتیجې به ژر مخې ته را نه شي، ځکه چې کېلیفورنیا یو لوی ایالت دی او د زیاتې ابادۍ له کبله یې رایه شمېرنه څو ورځې وخت اخلي او په هغو ایالتونو کې د رایو بیا شمېرل څو اوونۍ وخت اخلي چې د ټاکنو په نتیجو کې یې ستونځې پیدا شي.