لېز ټرس د برطانيي نوې وزیراعظمه وګمارل شوه

۴۷ کلنه لېز ټرس به د برطانيي په تاریخ کې دریمه ښځینه وزیراعظمه وي او په تېرو شپږو کلونو کې به د ملک څلورمه وزیراعظمه وي

د برطانيي خارجه وزیره لېز ټرس د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملک نوې وزیراعظمه وګمارل شوه.

د مېرمن ټرس پېش رو بورس جانسن د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه خپله استعفا په رسمي ډول ملکه الېزبت ته ورکړه.

مېرمن ټرس په داسې حال کې د بورس جانسن ځای نېسي چې برطانیه د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ ده او په ملک کې د توانای قیمتونه زیات شوي دي.

۴۷ کلنه لېز ټرس به د برطانيي په تاریخ کې دریمه ښځینه وزیراعظمه وي او په تېرو شپږو کلونو کې به د ملک څلورمه وزیراعظمه وي.

د مستعفي کېدو نه مخکې بورس جانسن د وزیراعظم حکومتي کور کې وویل د لوظ سره سم خدمات يې ترسره کړي دي، د پلویانو شکریه يې ادا کړه او نوي حکومت ته يې د خپل حمایت ډاډ ورکړو.

مېرمن ټرس د وزیراعظمۍ دپاره نامزدګي د ګوند دننه د ټاکنې وروسته وګټله.

د هغې د بریا د اعلانېدو نه پس ټرس د خپل ګوند غونډې ته وویل د کنزروېټیو یا د زاړه پاله په حېث يې خپل کېمپېن چلولی و او چې وزیراعظمه شي نو د زاړه پاله په حېث به حکومت کوي.

هغه وویل د لوظ سره سم به د ټېکسونه کموي، د توانای د زیاتو قیمتونو او د توانای د رسد مسله به حل کوي.

د خارجه تګلارې په لړ کې ټرس اوکراین سره د مغربي ملکونو د حمایت او د مرستط ملاتړ کوي.

د وزیراعظمۍ چوکۍ ترلاسه کولو وروسته به ټرس د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کېږي چې پکې د اقتصادي بدحالۍ صورتحال، د ژمي په موسم کې د توانای کمی او د توانای زیات قیمتونو په شان مسلې شاملې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي