لندن اولمپکس: چين د نهه سرو زرو تمغوگټلو سره په لمړي نمبر دى

د برطانيې په پلازمينه لندن کې دروانو اولمپکس مقابلو په څلورمه ورځ د23ؤ لوبو مقابلې کيږي چې په دغه مقابلو کې به دسرو زرو د15ؤ تمغو پريکړه کيږي.
تراوسه په دغو مقابلو کې دسرو زرو 39 تمغې گټل شوي چې دهغې دجملې څخه چين د17ؤ تمغو په گټلو سره په لمړي نمبر دى، چين په دغو تمغو کې نهه دسرو زرو،پېنځه د سپينو زرو او درې دکانسۍ تمغې ترلاسه کړي دي.
دتمغو گټلو په دغه زغل کې امريکا هم 17 ميډلونه گټلي دي خو دسرو زرو د کمو تمغو گټلو له امله دامريکا شمار په دوهم نمبر کې کيږي.
امريکا دسرو زرو پينځه، دسپينو زرو اووۀ او دکانسۍ پينځه تمغې گټلي دي.
په دغه فهرست کې په دريم نمبر فرانس دى چې تراوسه يې دسرو زرو درې،دنقرۍ يوه اود کانسۍ درې تمغې گټلي دي.
دلندن اولمپکس په څلورمه ورځ لمړۍ دسرو زرو تمغه جرمني د په اسونو دسورلۍ کولو مقابله کې گټلې ده.
په گرينچ کې ترسره شوې دغه مقابله کې دبرطانيې ټيم دسپينو زرو په تمغې گټلو کې بريالى شو او نيوزي لينډ دکانسۍ تمغه ترلاسه کړې ده.
برطانوي شهزادگۍ زارا فلپ هم دسپينوزرو دتمغې گټونکي برطانوي ټيم غړې ده.
شهزادگۍ زارا په اس دسورلۍ کولو دانفرادي مقابلو دوروستي پړاؤ دپاره هم ملا تړلې ده چې په هغې کې به هم دسرو زرو دتمغې فيصله نن کيږي
ټاکل شوې ده دنهې په ورځ چې به په کومه لوبه کې تر ټولو زياتې تمغې ورکړل کيږي هغه لامبوزني ده، په لامبوزنۍ کې به ميرمنې 200 ميټره فري سټائل او 200 ميټره انفرادي ميډلى کې برخه اخلي.
دبيجنگ په اولمپکس کې دسرو زرو د8ؤ تمغو گټونکى امريکائي لامبوزن مائيکل فيلپس هم دنهې په ورځ دلامبوزنۍ مقابلو ته را اوځي.
په جوډو او ويټ لفټنگ کې به دسرو زرو ددوؤ ، دوؤ تمغو مقابلې کيږي.
دنخښې ويشتو په لوبه کې دلندن درائل ارټلري بيرکس کې روان سکيټ شوټنگ مقابله هم نن خپل وروستي پړاؤ ته ننوتي دي.