په لیبیا کې په تیرو شپیتو کالو کې په وړمبي وار شوې د گڼ سیاسي گوندونو په انتخاباتو د ابتدائي، غیر رسمي نتائجو ترمخه غرب پلوه سیاسي ډلې د خپل حریفو اسلام پسنده گوندونه نه مخکې دي.
لیبیا کې د معمر قذافي د واک نسکوریدو ورستو ووټونه د خالي په ورځ شوې دي خو حتمي نتیجې به لا څو ورځې ورستو اعلانولی شي. خو د ځنې لویو ښارونو نه جزوي نتائج ښائي د پخواني وزیراعظم محمود جبریل په مشرۍ کې د سیاسې گوندونو ائتلاف د خپلو حریفو گوندونو نه مخکې دی.
محمود په قامي کچه د ټولو سیاسي گوندونو په منځ کې د خبرو اترو غښتنه کړې ده چې دا رنگ یو قامي حکومت جوړ کړی شي.
لیبیا کې ملگرو ملتونو تر ټولو لوې چارواکې د انتخاباتو ستائنه کړې ده او ئیلې دي چې دا د توتقعاتو نه هم ښه وو شول. هغه وویل د انتخاباتو تر ټولولوې خاصیت دا وو چې پکې د ټگۍ الزامات په یوه کچه هم نه دي لگول شوې.
ووټونه د ٢٠٠ غړو اسمبلۍ د پاره اچول شوې دي چې عارضي حکومت به جوړوي او په آئنده کال کې د پارلیماني انتخاباتو نه وړاندې به نوی آئین یا اساسي قانون جوړوي.