د خړ کمر د پېښې ایف اي ار نه منو: منظور پښتين

د پښتنون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين ويلي دي چې دوي د حکومت نه غوښتنه کړې چې په خړ کمر چیک پوسته پېښه کې شوی ایف اي ار دې ختم کړی شي او نوی ایف اي ار دې درج شي.

هغه وویل د علي وزير او محسن داوړ په گډون یې په ملگرو د دروغو ایف اي ارونه درج شوي دي او تمه لري چې دغه نیول شوي کسان به د جیلونو څخه خوشي شي.

منظور پښتين د یو تپوس په ځواب کې وویل:

" په علي او محسن چې کوم ایف اي ار درج دی هغه دروغژن دی"

منظور پښتيڼ وي او ای ډیوه ته وویل:

"دوي ته که څوک وايي چې باجو ه (جنرل قمر جاوید باجوه) او اصف غفور زورآور دي تاسو ورته ټیټ شئ هغه دې پورته وي، دا خو والله که زمونږ د ټولو سرونه لاړ شي که بیا ورسره هم و منو د انسانیت په توگه به یو بل ته انصاف ورکوو، دا کله هم نه شي کیدلی چې طاقتور ته ټیټ شو"

هغه وویل د حکومت لخوا ورته جرگې وخت په وخت ورروانې دي، منظور پښتین وویل په دليل او منطق خبرو ته تیار دی خو خبره به هاغه سمه وي چې عقل او دليل یې اومني.

منظور پښتين وویل چې دا وخت یې تر ټولو غټه غوښتنه دا ده چې د خړکمر د چیک پوستې بې پلوه پلټنې وشي.

پي ټي ایم ولی خاموشه شوی؟

دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پښتين وویل دا وخت د پښتون ژغورنې غورځنگ هلې ځلې ځکه نه کیږي چې دويي د اینده لپاره تگ لارې جوړوي:

"دا وقتي خاموشي ده، دا د تیارئ عمل دی"

هغه وویل چې څوک دې داسې نه وايي چې دوي د گرفتاریو نه ویریدلي دي:

"مونږ به ددې نه ورستو چې کله د لانگ مارچ اعلان کوو نو خلق به وگوري چې په دې خاموشۍ کې مونږ څومره کار وکړو"

په قبايلي ضلعو کې د جولايي په 20مه نیټه د ممکنه کیدونکو انتخاباتو په حقله د یو تپوس په ځواب کې هغه وویل پي ټي ایم څوک هم انتخاباتو ته نه دي ودرولي.

هغه په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو د موجودگۍ په حقله وویل چې وسله وال چې کله مړي وکړي نو بیا د پوځ ویاند وايي دا وسله وال نه دي بلکې د امن کمیټۍ دي خو د منظور پښتين تر مخه ددې خلقو نه اولس ډېر تنگ دی. هغه وویل په پخوانۍ فاټا کې ډېر ظلم روان دی خو د ظلم شپې به لنډیږي.