۸مارچ د ښځو ورځ: د ګلالۍ اسماعیل ژوند او کار ته کتنه

د بشري حقونو پېژندلې مبارزه ګلالۍ اسماعیل وايي د وړوکوالي نه ېې په ټولنه او خپل ګیر چاپیره د ښځو او جینکو سره زور زیاتی او کورنی تشدد لیدلی. نوموړې وايي په پښتنه ټولنه کې جینکو ته هغه شان او ځاې نه دی ورکړل شوی، د دوي په پېداکیدو د خوشحالۍ پرځاې خفګان شوی.

د خېبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې کې پېدا شوې ګلالۍ وايي د ١۴ کالو په عمر کې مې فیصله وکړه چې جینکو کې به د هغي د حقونو په اړه پوهې راوستو لپاره کار کوم نو ځکه يې په کال ٢٠٠٢ کې ېې د اویر گرلز په نام لومړی کمپاېن او بیا دغه اداره پرانسته.

د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت پښتنو پیغلو ته په خپل پېغام کې ګلالۍ اسماعیل وايي جېنکو ته به د خپل حق غوښتو لپاره پخپله ودریدل وي.

د اتم مارچ په مناسبت د ګلالۍ اسماعیل سره ځانګړې مرکه د وي او ای ماه وش جلیل کړې تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

اتم مارچ د ښځو ورځ: د ګلالۍ اسماعیل کیسه د هغې نه واورئ