دجمعې په ورځ پاکستان دملگرو ملتونو يوې کميټۍ ته وئيلي دي چې ډرون حملو کې اولسي وگړو ته مرگ ژوبله اړوي، دنړيوال قانون خلاف ورزي ده اؤ اسلام اباد پخپله خاوره ددغو حملو منظوري نۀ ده ورکړې.
دبشري حقونو اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دملگرو ملتونو دځانگړي استازي په راپور دتبصرې کولو په مهال ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازي مسعود خان دراپور دهاغه برخې سره اتفاق وکړو چې پکې وئيل شوي دډرون پرله پسې استعمال دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده.
اوس اوس دملگرو ملتونو په يو راپور کې وئيل شوي وؤ ددې خبرې کلک ثبوت موجود دى چې دپاکستان اعلي پوځي قيادت د٢٠٠٤م څخه ٢٠٠٨م پورې پخپله ځمکه دترسره کيدونکو ډرون حملو منظوري ورکړې وه.
امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ته دترلاسه شوؤ سي ائي اى دخفيه دستاويزاتو اؤ پاکستاني سفارتي پيغامونو ترمخه پرله پسې دسي ائي اى دډرون کمپائن دغندنې کولو باوجوددپاکستان په حکومت کې شاملو لوړپوړو چارواکو تر څو کلونو نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه ددغه پروگرام منظوري ورکړې وه بلکې دمعمول مطابق يې ددغو حملو په هکله په خفيه ډول احوالونه هم اوريدل.
خو پاکستاني استازي وويل” مونږ باور لرو چې دډرون حملو په نتيجه کې داولسي وگړو مرگ ژوبله دبين المللي هيومنيټيرين قانون، نړيوال قانون اؤ بشري حقونو دقانون خلاف ورزي ده. “
هغه وويل ” دډرون حملو استعمال دپاکستان دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده اؤ دپاکستان په خاوره يې دډرون بريدونو دسمدستي اودرولو غږ وکړو. “
هغه وويل” بايد سټريټجک کارروائي دځان ددفاع لاندې دجائز اقدام ثابتولو لپاره دا دنړيوال هيومينيټرين قانون اؤ بشري حقونو دنړيوال قانون لاندې وي، دقانون لحاظه ضروري ده چې ددغه جگړې دجغرافيائي دائره کار تعين وکړل شي. “
هغه وويل” پاکستان کې ترسره کيدونکې هره ډرون حمله دا انديښنه پيدا کوي چې اوس به ډير زر دترهه گرو له لوري ځوابي کارروائي کولى شي. “
هغه وويل” دغه حملې ټول پاکستانيان دترهه گرۍ دخطرو سره مخ کوي، په دغو حملو کې په غيرانساني انداز کې دوژل کيدونکو عامو اولسي وگړو پخپلو خپلوانو ددغو حملو کيدونکې نفسياتي اثرات دنفرت اؤ تندلاريتوب جذبات پيدا کوي اؤ دغه شان دډرون حملو برعکس نتيجې پيدا کيږي. “
هغه وويل ” زۀ تاسو ته په باضابطه توگه وئيل غواړم چې دپاکستان حکومت دډرون حملو لپاره نيغ په نيغه، باالواسطه رضمندي، يا منظوري نۀ ده ورکړې اؤ نۀ يې هم منلې دي. “
پاکستاني استازي دملگرو ملتونو دځانگړي استازي په مخاطب کولو سره وويل ” ډرون حملو کې د بې گناه خلکو، ښځو اؤ ماشومانو دوژنې په اړه کوم شک نشته. “
هغه وويل” دبې گناه اولسي وگړو وژنه دبين المللي قانون واضحه خلاف ورزي ده ، مونږ دپاکستان دپولو دننه دډرون حملو په فوري توگه دبندولو غوښتنه کوؤ، دغه فيصله دپاکستان وزيراعظم، زمونږ پارلمان اؤ ټول گونديز کانفرنس کړې ده. “
هغه وويل” دپاکستان وزيراعظم په ٢٣م اکتوبر واشنگټن کې امريکائي صدر براک اوباما سره ليدنه کې په امريکا دپاکستان په خاوره دډرون حملو داودرولو لپاره ټينگار کړى ؤ. “