‎ ايران په ګاډو موټرو کې هم د ښځو د سر پټولو امر کړی 

د رپورټونو تر مخه د پوليس لخوا په لېږلي پيغام کې به ليکلي وو “ستا په ګاډي کې ليدل شوي چې حجاب دې لرې کړی و کوم چې د ټولنې د اقدارو ساتلو د پاره اثاثي دی او دا وانګېره چې دا عمل بيا ونشي”

د ميډيا د رپورټونو تر مخه په داسې وخت کې چې د مهسا اميني په مرګ احتجاجونه روان دي د ايران پوليس ويلي ورته امر شوی چې ښځې بايد په ګاډو موټرو کې هم سر پټ وساتي.

د سېپټمبر شپاړسم د پېښې وروستو کله چې مهسا اميني د مذهبي پوليسو په ولقه کې مړه شوه د احتجاجونو لړۍ روانه ده. په مهسا اميني تور دا و چې سر يې د اسلامي شرعي پردې سره سم پټ نه و.

د تهران چارواکي دې احتجاجونو ته بلوې وايي او د فارس خبرې ادارې په وينا يو لوړ پوړي پوليس افسر ورته ويلي “د څار يو نوی پړاو چې ناظر-۱ پروګرام نوميږي بيرته په ټول هېواد کې پوليس په ځای کوي”.

د کال 2020 د نظر-۱ پروګرام د حجاب په ګاډي موټر کې د لرې کولو په حقله دی.

کله چې دا امر وشو نو د موټرو مالکانو ته به د ايس ايم ايس د لارې د خبردارۍ پيغامونه ولېږل شول چې ځان د اسلامي پردې سره سم پټ کړي او که بيا تکرار شوه نو قانوني چلن به ورسره وشي.

خو د سوشل ميډيا د رپورټونو تر مخه پوليس کوم قانوني ګام لا نه دی پورته کړی.

د رپورټونو تر مخه د پوليس لخوا په لېږلي پيغام کې به ليکلي وو “ستا په ګاډي کې ليدل شوي چې حجاب دې لرې کړی و کوم چې د ټولنې د اقدارو ساتلو د پاره اثاثي دی او دا وانګېره چې دا عمل بيا ونشي”.

د ايران د اخلاقياتو پوليس چې ګشت ارشاد یا د پوهې ګزمه ورته وايي دا واک لري چې ولسي ځايونو ته ورشي او هغلته د سختې پردې کولو په اړه د عملي کولو جاج واخلي.

د احتجاجونو وروستو ډېرې ښځې د تهران د ګڼې ګوڼې په غټو ځايونو کې سرتور سر راوتلي او چا يې لاره نيولې نه ده. د سېپټمبر د احتجاجونو په ترڅ کې دا ليدل کيږي چې د مذهبي پوليسو د سپين او شين رنګ ګاډي اوس د تهران په سړکونو کوڅو کې ډېر کم په نظر راځي.