اڅکزی: که فیډریشن بچ کول غواړئ نو د پاکستان په پوځ کې دابادۍ په لحاظ ټولو قامونو ته برخه ورکړئ

د پښتونخوا ملي گوند مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې ده که څوک د پاکستان فیډریشن(یو والی) ساتل غواړي نو دهیواد په پوځ کې دې پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او سرایکیانو ته د ابادۍ په لحاظ برخه ورکړي.

ښاغلي اڅکزي د وی او ای ډیوه سره د ځانگړې مرکې په مهال خبر دارې ورکړو د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې نوره خپله خوښه نه شي کولې. هغه وویل:

" دا گارنټي (ضمانت) غواړو چې فوځ به په سیاست کې گوتې نه وهي ، که دا نه کوي نو دا فیډریشن نه چلیږي"

هغه وویل پاکستان یې ملک دی خو د برابرۍ حقونونه، ورته نه ورکول کیږي.

د ښاغلي اڅکزي په خیال پاکستان یو رضاکارانه فیډریشن دی. هغه ووې که د پاکستان ټول ښي اړخه او کيڼ اړخه غواړي چې د پاکستان فېډریشن په ځای پاتې شي نو ځيني مهم گامونه به اخلي:

هغه وویل " فوځ، جاسوي ادارې به ايني گارنټي(ضمانت) راکوي چې په سیاست کې به رول نه لري"

د ښاغلي اڅکزي په خیال په پاکستان کې د ېو قام حقونه بل قام ته ورکول کیږي

ښاغلي اڅکزي وویل چې د اباسین اوبه د پښتنو په خاوره بهیږي خو گټه یې نورو ته رسي:

"مونږ اوس باید ټوله دنیا ته ووایو چې زمونږ په اوبو زمونږ حق ولې نشته"

هغه په وسایلو کې دځايي قامونو د اختیار ضمانت هم وغښتلو:

"پښتنو، بلوڅانو، سیندیانو ته دې ايئني گارنټي ورکړې شي چې زمونږ په وطن کې په شتمنیو اول حق زمونږ د بچو دی"

په پاکستان کې په ٢٥ مه جولايي شوي انتخاباتو کې د محمود خان اڅکزي په شمول د پښتنو ملت پالو او مذهبي گوندونو مشرانو مشرانو اسفندیار ولي خان، مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، افتاب احمد خان شیرپاؤ او نورو هم ماتې خوړلی ده.

په پاکستان په ټولنيزو رسنیو کې شکونه کیږي چې پښتانه مشران د یو سازش لاندې د پارلیمان څخه بهر ساتل شوي دي.

ښاغلی اڅکزی ددغه شکونو سره اتفاق لري، هغه وايي:

"په وسني حالاتو کې متحده محاذ جوړول پکار دي"

ښاغلي اڅکزي وړانديز وکړو چې لر وبر پښتانه دې د مشترک هدف لپاره یو ځای کيني:

" په د ې حالاتو کې د پښتون افغان اولس یو بین القوامي کانفرنس فوري ضروري دی"

هغه وویل ددې کانفرنس هدف به دا وي چې دنیا ته ووايي چې پښتانه. نه ترهگر دي او نه فرقه پرست:

"خو په خپله خاوره د خپلې خوښې د حکمرانۍ حق غواړو"

ښاغلي اڅکزي په انتخاباتو کې د بایلات په حقله ددې خبرې سره اتفاق وکړو چې په گوند کې یې اختلافونه وو خو د هغه په خیال انتخابات سترا نه وو:

" زما په ضلع قلعه عبدالله کې ځواکونو پولینگ سټېشنونو ته خلق نه پرېښودل"

د ځيني څېړونکو او سیاسي گوندونو د مشرانو په خیال د ٢٥ مه جولايي د انتخاباتو نتيجې لانجمنې دي. په سنده صوبه کې اکثريتي پیپلز گوند او په پنجاب صوبه کې د مسلم ليگ نون نه علاوه گڼ شمېر گوندونو د درغلیو تورونه لگولي دي. دا مشران تور پورې کوي چې ادارو د عمران خان د گټې لپاره کار کوو.

په دې انتخاباتو کې د ښاغلي عمران خان گوند تحریک انصاف ١١٦ چوکۍ گټلي او وس د حکومت جوړولو کوښښ کوي. تحریک انصاف گوند، د پاکستان د انتخباتو کمیشن او د هېواد پوځ د رغلیو تورونه ردوي او وايي انتخابات سترا وو. د انتخباتو د کمیشن مشر په خپل یو بیان کې ويلي دي که د چا شک وي نو اداره یې پلټنو ته تیاره ده