رپورټ: د بنګله دېش د پارلیمان غړی په هند کې وژل شوی، خو جسد یې نه دی ترلاسه شوی

د بنګله دېش د قومي پارلېمنټ وداني

د بنګله دېش د پارلیمان غړی په هند کې وژل شوی، د هند پوليسو یې وژنه تاييد کړې، د وژنې د پېښې په تور د درېو کسان نيولو دعوه هم شوې ده.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د بنګله دېشن د پارلیمان غړی انوارالعظيم د واکمنه ګوند (عوامي ليګ) سره تعلق لرلو. هغه روان کال په ترسره شوو انتخاباتو کې پرله پسې په درېم ځل کامياب شوی وو.

د انوارالعظيم کورنۍ ويلي، هغه تېره اوونۍ د علاج دپاره هند ته تللی او د 15 مې څخه بې درکه وو.

د هند د کلکتې ښار پوليسو د شورو/چارشنبې په ورځ د هغه د وژنې تاييد کړی خو ويلي یې دي د هغه جسد تراوسه نه دی ترلاسه شوی.

د بنګله دېش د کورنيو چارو وزير اسدالزمان هم د انوارالعظيم وژنه تاييد کړې او ويلي یې دي هغه خواوشا د يوې اوونۍ څخه بې درکه وو.

نوموړي په خبري غونډه کې ويلي، د بنګله دېش او کلکتې پوليس په ګډه د وژنې د پېښې پلټنې کوي او د قتل په شک کې درې تورن کسان نيول شوي هم دي.

هغه دعوه کړې، درې واړه نيول شوي کسان د بنګله دېش دي.

د بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد هم د خپل ګوند د پارلیمان د غړي په وژنه افسوس څرګند کړی دی.

رویټرز خبري ادارې د هند د پوليس له قوله ویلي، د انوارالعظيم د وژنې مقدمه درج کړل شوې ده.

د بنګله دېش د پارلیمان د وژل شوي غړي لور ممتارين د پلار د وژنې د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده، هغې مطبوعاتو ته ویلي، انصاف او د پلار قاتلان د پانسۍ په دار ځړول غواړي.

د انوارالعظيم په اړه ویل شوي، د هغه نوم اکثره د غېر قانونه کاروبارونو په لړ کې مخې ته راغلی دی.

د (ډېلې سټار) ترمخه په هغه د کال 2000 نه تر 2008 پورې 21 مقدمې درج وې خو د عوامي ليګ په حکومت کې هغه په ټولو مقدمو کې بري شوی وو.

د هندي ورځپاڼې (ډهاکه ټريبيون) په يو رپورټ کې ویلي په انوارالعظيم تور وو چې هغه په يو وخت کې د بنګله دېش په جنوب لويديځه علاقه کې د توندلارو ډلو سرپرستي کوله. او د هغه پرضد د وسلې او ګوله باردو قاچاق کولو ګڼې مقدمې هم درج وې.