د افغانستان د پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چارواکي وائي د زيارت په ورځ پاکستاني پوځيانو او پيراملټري ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو او جنگي الوتکو په ملاتړ دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې لږ ترلږه 18 جنگيالي وژل شوي دي.
پاکستاني ځواکونو اوس اوس دافغانستان دکونړ ولايت سره په نزدې سرحدي کليو کې دالقاعده سره دتعلق لرونکو جنگيالو په ضد عمليات پيل کړي دي.
يو مقامي انتظامي چارواکي مسعود خان خبريالانو سره خبرو کې وويل دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دزيارت په ورځ دپاکستان جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه شوي چې پکې 18 جنگيالي وژل شوي دي.
مسعود خان وويل مونږ په دغو جنگيالو پسې ورځو او دهغوي په ضد هررقم طاقت استعمالوؤ.
هغه وويل دغه تندلاري ددغه ځائيونو څخه هررقم بريدونه او فعاليتونه ترسره کوي.
مسعود خان زياته کړه جگړه کې 18 تندلاري وژل شوي او 25 نور ژوبل شوي دي او دا يې هم وويل چې عمليات اوس هم روان دي.
په سيمه کې دازادو سرچينو څخه ددغو عملياتو او پکې تندلارو ته داوښتې مرگ ژوبلې په حقله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.