مسکو: روسي ځواکونو په اوکراېن کې په ملکي کسانو ظلمونه نه دي کړي 

د امریکې خارجه وزیرا اېنټي بلېنکن د روس غندنه کړې او ویلي یې دي چې روسي ځواکونه په اوکراېن کې جنګي جرمونه کوي

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د ملګرو ملتونو انډر سېکرېټري جنرل سره د ګل، دوشنبې، په ورځ د خبرو شروع کولو په موقع وویل د اوکراېن دا دعوه چې روسي ځواکونو د کییف او بوچا ښارونو سره نژدې د ملکي کسانو قتل عام کړی "داسې راپارونه ده چې د دنیا امن او امان ته نېغ په نېغه ګواښ راولاړوي."

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه لاو رو وویل روس د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل بېړنۍ غونډه رابللې ده خو برطانیه چې په موجوده وخت کې د شورا صدارت کوي، د روس غوښتنه یې رد کړې ده.

د ای پي ترمخه د سرښار کییف شا او خوا نه د روسي ځواکونو د پشا کېدو وروسته اوکراېني مامورینو ویلي لږ تر لږه د 410 ملکي کسانو مړي موندل شوي دي د ځینو مړو لاسونه تړل شوي وو، په بدنونو یې د تشدد نخښې وې او ځینې کسان پکې د نژدې نه په ډزو ویشتل شوي دي.

نړیوالې ټولنې د د وژنو غندنه کړې او په مسکو یې د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د امریکې خارجه وزیرا اېنټي بلېنکن د روس غندنه کړې او ویلي یې دي چې روسي ځواکونه په اوکراېن کې جنګي جرمونه کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې د خاجه وزیر د اتوار، يکشنبې، په ورځ د روس غندنه په داسې حال کې وکړه چې د کییف او د بوچا ښارونو نه د روسي ځواکونو د پشا کېدو وروسته په لومړي ځل نړۍ په لارو کوڅو کې د وژل شوو خلکو جسدونه ولیدل.

د امریکې سي اېن اېن تلویزیون سره مرکه کې بلېنکن وویل دا عادي حالات نشي کېدلی.

بلېنکن وویل امریکا به د نژدې نه کتنه کوي چې په اوکراېن کې د روس د جنګي جرمنو دستاوېز تیار کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روسي ځواکونه د کییف نه پشا شوي دي او توجه یې د اوکراېن په جنوبي برخو کې حملو ته اوړولې ده. د اوکراېن صدر ولادومیر زیلینسکي د امریکې سي بي اېس تلویزیون ته وویل په هېواد کې د خلکو د وژل کېدو په اړه وویل "دا په حقیقت کې نسل وژنه ده."

زیلینسکي وویل روسي ځواکونه اوکراېن تباه کوي او لمنځه یې وړل غواړي.

د نېټو سکېرټري جنرل ینس سټالټنبرګ سي اېن اېن تلویزیون ته وویل په تېرو څو لسیزو کې د ملکي کسانو په ضد داسې ظلمونه نه دي لیدل شوي.