د روس په سر ښار کې د افغانستان په اړه د «ماسکو فارمیټ» غونډه نن د جمعې په ورځ شوې ده چې پکې د طالبانو، پاکستان او ګاونډیو هېوادونو استازو ګډون کړی خو د امریکا استازو پکې ګډون نه دی کړی.
د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارتکارې کیرن ډېکر ویلي چې امریکا د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون نه کوي.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ پر لوېدیځ غږ وکړ چې د طالبانو پر حکومت بندیزونه لرې کړي او د افغانستان په بیارغونه کې "ذمه واري" واخلي.
لاوروف د ماسکو فارمیټ د غونډې په پیل کې د خبرو په وخت دا ونه ویل چې ایا ماسکو به طالبان د "ترهګرو تنظیمونو" له خپل تور فهرسته وباسي که نه، لاوروف وویل:
"موږ له لویدیځو هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې له بحران وروسته په بیارغونه کې خپله ذمه واري تر سره کړي، بندیزونه لرې کړي او د کابل کنګل شوې شتمني ستنه کړي".
د القاعده او نورو "ترهګرو" ډلو د مالي چارو د محدودولو په خاطر، طالبان له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د لویدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي په غونډه کې د چین، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او پاکستان لوړپوړي چارواکي او استازي ګډون کوي.
د وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل، سرګي لاوروف به د بندو دروازو ترشا د غونډې مشري وکړي او د خبرو اصلي تمرکز به د افغانستان د روغې جوړې د بهیر پرمختګ وي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې روس ددغې ډلې له حکومت سره اړیکې ټینګي کړې دي.
سرګي لاوروف په غونډه کې دا هم ویلي، روس "په هیڅ صورت" نه غواړي چې درېیم هېوادونه په افغانستان کې پوځي اډې ونیسي او یا نوې پوځي اډاڼې جوړې کړي.
په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارتکارې کیرن ډېکر ته تازه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د جنوبي اېشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم سره یو ځای د افغانستان د اړوندو چارو پرمخ وړلو دنده سپارل شوې ده.
میرمن ډېکر د اکتوبر په درېیمه یو شمیر افغان خبریالانو سره د متحده عربي امارانو له دوبۍ ښاره یوې انلاین خبري غونډې ته په وینا کې وویل، واشنګټن هیڅکله هم د ماسکو فارمیټ په غونډو کې ګډون نه دی کړی، ځکه چې وايي دا ورته د خبرو اترو یوه سیمه ییزه غونډه ښکاري.
د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپل ایکس د جمعې په ورځ لیکلي چې د مسکو فارمټ غونډه د کابل د غرمې پرمهال پیل شوې ده، خو د غونډې په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
کیرن ډېکر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، یوناما، نړیوال بېنک او مرسته کوونکو هیوادونو د همغږۍ په دوه کلنه غونډه کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې ده، هغې په دې خوښي وښوده چې په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې ژمنې پر خپل ځای دي.
د ماسکو فارمیټ لومړی ځل په 2017م کال کې جوړ شوی چې په پرله پسې کالنیو غونډو کې یې د روس، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي او د افغانستان اړوند ګډو مسایلو په اړه پکې بحثونه او خبرې کېږي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د «ماسکو فارمیټ» په شپږمه غونډه کې به د طالبانو له حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې د ښکېلتیا پر موضوع باندې خبرې اترې وشي.
د وزارت ویانده ماریا زخارووا وایي د دې غونډه لومړیتوب به دا وي چې د کابل او سیمې د حکومتونو تر منځ د افغانستان د سولې له بهیر سره سره په سیاسي، اقتصادي، ترهګرۍ او نشه يي توکو خلاف د مبارزې په برخو کې عملي ښکېلتیا زیاته شي.
یادونه:- په رپوټ کې شامل معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ او وي او اې پښتو اخیستل شوي دي.