اسلام اباد : ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته رسيدلى دى

اسلام اباد : ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته رسيدلى دى

د امريکا د گډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته رسيدلى دى.
د خپل سفر په مهال به ايډمرل مائيک مولن دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ، په پاکستان کې دامريکا سفير کيمرون منټر او نورو امريکائي او پاکستاني مشرانو سره ليدنې کوي.
ايډمرل مولن په الوتکه کې دخبرو په مهال وويل دخپل دغه سفر په مهال به په بيلا بيلو چارو پاکستاني مشرانو سره خبرې اترې کوي.
مولن وويل هغه غواړي په سيمه کې چې څه کيږي دپاکستان پوځ يې په ضد گامونه واخلي.
هغه وويل يو ستر چيلنج دخپل مينځي گټو روښانه کول هم دي.
مولن زياته کړه هغه به دپاکستان او افغانستان په هکله دسپينې ماڼۍ په جائزه جنرال کياني ته حال احوال نۀ تيروي ځکه چې دغه لا سرته نۀ ده رسيدلې.
دپاکستان پوځي سرلښکر سره به ايډمرل مائيک مولن په پاک افغان پوله دتندلارو ددوامداره ستونزې په هکله هم خبرې اترې کوي.
دگډو ځواکونو دکميټې چئيرمين دا هم وويل چې هغه به په پاکستان کې دافغاني طالبانو دځالو دموجوديت په هکله په شخړو هم خبرې اترې کوي.
کيدى شي په وکي ليکس ويب پاڼه دخپرو شوؤ راپورونو وروستو وضعيت پيچلى شي او مولن هم دا ومنله خو وې ويل چې هغه په دې باوري دى چې دپاکستاني پوځي مشران سختې معاملې حل کولى شي.
مولن وويل هغه هيله کوي په پاکستان کې دگرمۍ په موسم کې د هاغه سيلابونو چې په دغه هيواد کې يې تباهي راوستې وه صحيح معلومات ترلاسه کړي.
په دغو سيلابونو کې دټول پاکستان دننه تر 1700ؤ پورې اولسي وگړي وژل شوي وؤ او دټولو زيات زيان په خيبرپښتونخوا صوبه کې اوښتى ؤ.
کله چې ايډمرل مائيک مولن تيرځل دپاکستان په سفر تللى ؤ نو جنرال کياني سره يې دهيلي کاپټر په ذريعه دسيلاب دتباهيو جاج اخستى ؤ.
مائيک مولن وويل په پاکستان کې دتندلارو دځالو دموجوديت په معامله خبرې اترې به دهغه په ترجيحاتو کې وي او خبردارى يې ورکړو چې دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني په دغه معاملې له دې وړاندې په افغانستان کې دامريکا لوړپوړي پوځي مشر جنرال ډيوډ پيټرياس سره هم ليدنه کړې ده.
ايډمرل مائيک مولن وويل هغه په پاکستان او افغانستان کې دهاغو خلکو سره په جوړجاړي کولو باور لري چې دخپل ژوند په لارو کې ورته دغلطيو احساس کيږي او دحکومت سره مرسته کول غواړي.