پلټونکې کمېټۍ د راؤ انوار او د هغه د ډلې د کسانو د نیولو سپارښتنه کړې

د نقیب مسود په وژنه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه شوې دي

د کراچۍ پولېس لوړ رتبه افسر راؤ انور چې د نقیب مسود په وژنه کې تورن دی د حکومت پلټونکې کمیټۍ ته د خپل سپیناوي دپاره نه دی حاضر شوی او پاکستاني مطبوعات وايي تحقیقاتي کمېټۍ وسلوالو ډلو سره د جنوبي وزیرستان د وژل شوي ځوان د اړیکو کوم شواهد نه دي موندلي.

د نقیب مسود پلار ملک محمد خان د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني سره مرکه کې ویلي زوی یې بېګناه وو په ظلم وژل شوی دی او د پاکستان له ستر عدالت (سپریم کورټ)، وزیراعظم او د پوځ له مشر څخه غوښتنه کوي، چې انصاف دې ورسره وشي. پلار یې وایي چې تر اوسه د کمېټۍ له کاره ډاډمن دی.

د نقیب مسود پلار، تره او ملګري پر هغه لګېدلي تورونه په کلکه ردوي او وایي چې هغه یو بشردوست او پر ژوند مین انسان وو. د هغه پلار ملک محمدخان وایي، د پاکستان ۱۸۰۰ دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام اعلان کړل، خو پولیس چې بېګناه خلک پورته کوي، د هغوی غیرعدالتي وژنه دې هم حرامه وګڼي.

د سیند پولیسو پرېکړه کړې چې له خپلې دندې ګوښه شوی ایس.ایس.پي ملیر راؤ انوار او د هغه د ډلې ټول کسان ونیسي چې د نقیب مسود په "غیرعدالتي وژنه" کې تورن دي. دا پرېکړه د یکشنبې-اتوار په ورځ د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د اېډیشنل ډي آی جي ثناء الله عباسي په مشرۍ د لوړپوړو پولیس چارواکو په یوه مهمه غونډه کې شوې ده.

دا پرېکړه تر هغه یوه ورځ وروسته شوې چې د سیند پولیسو د هغې کمېټۍ په سپارښتنه راؤ انوار له خپلې دندې ګوښه کړ، چې د نقیب مسود د وژنې د پېښې پلټنه کوي. کمېټۍ دا سپارښتنه هم کړې، چې د راؤ انوار نوم دي له هېواده د بهر تلونکو په کنټرول لیسټ کې شامل شي.

نقیب مسود د جنوبي وزیرستان د مکین اوسېدونکی دی، چې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې له دوو نورو کسانو سره د پولیسو په ډزو و وژل شو. د ده پر وژنه تور پولیس مشر راؤ انوار تور پورې کوي او وایي نقیب الله- چې اصل نوم یې نسیم الله دی- د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی وو، خو د پاکستاني طالبانو د هغه تر وژنې وروسته په خپاره کړي خبر کې د راؤ انوار تور رد کړ او ویې ویل چې نقیب الله د دوی له تحریک سره هیڅ تړاو نه درلود.

د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ هم د جمعې په ورځ د نقیب الله پر وژنه له خپله اړخه سوموټو امر کړی او د سیند د پولیسو له مشر څخه یې غوښتي، چې په اوو ورځو کې دننه د دې پېښې جزیات ورته وړاندې کړي.

د سیند پولیس چارواکو په غونډه کې له وسلوالو سره د پولیسو د ډزو پر مقابلو هم خبرې شوي او د نقیب الله د وژنې په تړاو د پولیس تاڼو د مشرانو د تبدیلو پرېکړه شوې ده. په دې اړه په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي، چې د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیس تاڼو مشران (ایس.ایچ.اوز) هم یو بل ځای بدل کړل شوي دي.

د نقیب الله مسود کورنۍ د هغه د فاتحې تر مراسمو وروسته د یکشنبې- اتوار په ورځ له جنوبي وزیرستان څخه ټانک او بیا ډېره اسماعیل خان ته په کلک امنیت کې راوستل شوې او کراچۍ د پولیسو په بدرګه کراچۍ ته روانه شوې ده، چې هلته به د نقیب مسود د وژنې پلټونکې کمېټۍ ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړاندې کېږي

د نقیب مسود د وژنې پر پېښه پاکستاني رسنیو خوله پټه کړې وه، خو کله چې د کراچۍ یو ځوان سیاسي فعال هاشم خان مندوخېل- مشهور په پښتون افغان- له دې پېښې خبر شو، نو د هغه له کورنۍ سره یې خبرې وکړې او د نقیب مسود د مړي تر لاسه کولو لپاره د کراچۍ سردخانې ته ورغی، له هغه ځایه یې پر فېسبوک لایو ویډیو خپره کړه، چې دې کار لومړی په کراچۍ او بیا په پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو غوسه را وپاروله او احتجاجونه یې وکړل.

په کراچۍ کې تر دې وړاندې هم خلکو د پولیسو له خوا د غیرعدالتي وژنو شکایتونه کړي دي. د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د رپوټ له مخې په ۲۰۱۷م کال کې ۱۴۰ کسان په غیرعدالتي توګه وژل شوي، چې ګومان کېږي د پولیسو او نورو امنیتي ادارو د ډزو په مقابلو کې به وژل شوي وي.