افغانستان کې د نیټو ٦ عسکر وژل شوې

افغانستان کې په بمي چاؤدنو او د یاغیانو په حملو کې د نیټو پوځي ایتلاف شپږ عسکر وژل شوې دي.

نیټو وئیلې پنځه عسکر يي د گل په ورځ د سړک په غاړه په بمي چاؤدنو کې په مختلفو پیښو کې د افغانستان په ختیز، غرب او جنوب کې وژل شوې دي.

د اټلي چارواکووئیلې د افغانستان په غربي هرات ولایت کې يي یو عسکر وژل شوی او څلور نور زخمیان شوې دي.

او د گل په ورځ حمله کې د نیټو شږم عسکر په ختیز افغانستان کې وژل شوی دی.

دا مهال چې نړي والو عسکرو د طالب یاغیانو خلاف کاروائی تندې کړې دي، افغانستان کې په تشدد کې زیاتوالی راغلی دی.

د ٢٠٠١ راهسې تیر کال د نیټو عسکرو د پاره ترټولو خونړی وخت وو چې پکښې ٧٠٠ پوځیان وژل شوې وو.