د نېټو مشر وایي غواړي اوکراین دومره پیاوړی کړي چې له روس سره د خبرو وړتیا ولري

د نېټو عمومي مشر د چارشنبې- شورو په ورځ د اوکراین له صدر او یو شمېر نورو یورپي مشرانو سره د لیدو په مهال وویل، غواړي پر هغو لارو چارو بحث وکړي چې څنګه له روس سره د سولې د راتلونکو خبرو لپاره اوکراین یو پیاوړي حالت ته راوستل شي.

خو مارک روټه د نېټو په مرکز کې په زیاتېدونکو ګنګوسو باندې ناهیلی ښکارېده چې دغه د سولې خبرې به کله پیل شي او ایا د یورپ امن پوځ به پکې برخه واخلي که نه. هغه وویل په دې اړه په عامه توګه خبرې کول په روسي صدر ولادیمیر پوټین پورې اړه لري.

ښاغلي روټه په برسلز کې خپل کور ته د اوکراین د صدر ولادیمیر زلنسکي د هرکلي په وخت خبریالانو ته وویل:

"د ایجنډا په سر کې دا ډاډ تر لاسه کول دي چې صدر [زلنسکي] او د هغه ټیم په اوکراین کې یوه ورځ په داسې پوزیشن کې وي چې د سولې د خبرو پیلولو پرېکړه وکړي".

د نېټو مشر وویل پاملرنه باید دې ته وي چې "اوس د دې خبرې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره هر څه وکړئ چې کله د هوایی دفاع خبره راځي، چې کله د وسلو د نورو سیسټمونو خبره راځي نو موږ به دا باوري کوو چې موږ څه کولای شو هغه چمتو کړو."

مارک روټه وویل د بحث لپاره بله مسئله به دا وي چې "څنګه دا ډاډ تر لاسه کړو چې کله په راتلونکي کې د سولې تړون کېږي او یوه ورځ امن راځي موږ به اوس لا د اوکراین د اقتصاد په اړه فکر کوو."

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي په ټیلیګرام کې لیکلي چې د چیک جمهوریت، فرانس، جرمني، ایټلي، ډنمارک، هالېنډ، پولېنډ او برتانیې له استازو سره به هم په بروکسل کې خبرې وکړي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

زلنسکي به نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د بلجیم په ښار کې د یورپي اتحاد په سرمشریزه کې هم ګډون کوي.

زیلینسکي وایي دا غونډه به "د اوکراین د نن او سبا لپاره د امنیتي ضمانتونو په اړه د خبرو کولو ډېره ښه موقع ورته برابره کړي".

اوکراین په نېټو اتحاد کې د غړیتوب تر لاسه کولو ته د خپل امنیت لپاره د وروستي ضمانت په سترګه ګوري، خو امریکا او جرمني د هغو هېوادونو د ډلې مشري کوي چې له روس سره د جګړې په مهال اوکراین ته د غړیتوب ورکولو مخالفت کوي.

د فرانس صدر ایمانویل مېکرون له صدر زلینسکي سره تر جلا خبرو اترو وروسته وویل، هیواد یې اوکراین ته د "بشپړ لومړیتوب" ورکولو ملاتړ کوي او دې ته به دوام ورکوي چې کیف ته د "د خپلې دفاع او د روس د تېري د جګړې ناکامه کولو وسیلې ورکړي".

د امریکې له منتخب ولسمشر ډانالډ ټرمپ او زلنسکي سره خپلې وروستۍ لیدنې ته په اشارې صدر مېکرون وویل، هغه به "له اوکراین او خپلو نړیوالو شریکانو سره د کار کولو لپاره سختې خبرې جاري وساتي چې یوه منصفانه او تلپاتې سوله راستنه شي."

تر دې مخکې د نېټو مشر مارک روټه په خپل مرکزي دفتر کې ویلي وو، د سولې د هر ډول خبرو شرطونه باید د اوکراین، روس او نورو منځګړو تر منځ د خبرو پر مېز باندې وي. هغه وویل:

"که موږ اوس په خپل منځ کې بحث پیل کړو چې څنګه تړون باید وشي، دا به موږ د روس لپاره ډېره اسانه کړو."

صدر زلنسکي پر خپل ایکس لیکلي،‌ د نېټو له مشر مارک روټه سره یې یوه مهمه ناسته کړې او وایي د دوی خبرې د اوکراین لپاره د هوایي دفاع د پیاوړتیا او د باوري سولې د ډاډ تر لاسه کولو په اړه وې "چې موږ یې په ګډه د لاسته راوړلو لپاره کار کوو".