نيټو وائي دتندرويه ډلې حقاني هاغه مشر يې وژلى چې تيره ورځ په کابل کې په ترسره شوي بريد کې ککړو جنگيالو ته يې په شکمنه توگه مرسته ورکړې وه.
دزيارت په ورځ پخپل يو بيان کې نيټو وئيلي دي چې دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په پکتيا ولايت کې يې تندرويه کمانډر اسماعيل جان او او د حقاني دډلې نور گڼ شمير جنگيالي وژلي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې اسماعيل جان پهافغانستان کې دحقاني دډلې دلوړپوړي کمانډر مرستيال ؤ او دکال 2010م څخه يې په افغاني او ائتلافي ځواکونو دبريدونو لپاره ديوې ډلې مشري هم کوله.
تيره ورځ په کابل کې په يو مشهور هوټل انټر کنټي ننټل دپينځوؤ ساعتو قبضه هاغه مهال ختمه شوې وه کله چې د9ؤ ځانمرگو بريدونو کوونکو څخه ځينو يا خو ځانونه الوځولي او يا دافغاني او نيټوځواکونو لخوا وژل شوي دي.
په دغه بريد کې دافغاني هوټل دکارکوونکو، پوليس افسرانو او دسپين ديو ميلمه په شمول 11 کسان وژل شوي وؤ، پيښه کې 8 کسان ژوبل شوي هم وؤ.
نيټو ددغه بريد پړه دحقاني په ډلې اچولې او وائي چې دغه ډلې دطالبانو سره په گډه فعاليت کړى، طالبانو هم ددغه بريد پړه په غاړه اخستې.
صدر حامد کرزي دشورو په ورځ ددغه بريد غندنه کړې وه او دا يې دترهه گرۍ يو بې رحمانه عمل گرځولى ؤ.
صدر حامد کرزي دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضدد چټک ځوابي عملياتو ستائينه کړې وه او وئيلي يې وؤ چې دغه رقم بريدونه به دبهرنيانو څخه دامنيتي ذمه وارو کنټرول افغاني ځواکونو ته دسپارلو عمل ونۀ درولى شي، کوم چې به دجولا ئي دمياشتې څخه پيل شي.
امريکائي صدر براک اوباما دشورو په ورځ وئيلي دي چې دافغانستان پايتخت دتير په پرتله زيات خوندي او افغاني ځواکونه دتير په پرتله زيات توان لري.