نيټو وائي په ختيز افغانستان کې پايې ته رسيدلو کارروائيو کې خواؤشا 200 جنگيالي وژل شوي يا نيول شوي دي.
په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو يو جرمن بريگيډئير کارسټن جيکبسن دگل په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي چې تر يوې اوونۍ پورې روانو ددغو عملياتو مشري افغان پوځ کوله چې ورته دنړيوالو ځواکونو مرسته هم ترلاسه وه.
ددغو کارروائيو مقصد دالقاعده او تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک پسې دتړلو جنگيالو په شمول دتندلارو خاتمه وه.
جيکبسن وويل چې دکابل جنوب لوري ته ولايتونو، دپايتخت خواؤشا او ختيز افغانستان کې دترسره شوؤ عملياتو نتيجه کې چې کوم تندلاري وژل شوي په هغې کې دحقاني دډلې سره تعلق لرونکي 20 جنگيالي هم شامل دي.
امنيتي ځواکونو خواؤشا 400 کلو گرامه چاؤديدونکي مواد، وسله او کمپيوټرې نيولي دي.