وزيراعظم نواز شريف : افغان امن لپاره هرممکن ملاتړ ته چمتو يو

نواز شريف وويل صدر حامد کرزي اؤ برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره دخبرو په مهال يې په دې خبره غور کړى چې سيمه کې به څنگه امن ټينگ شي

دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دشورو په ورځ وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کې امن غواړي اؤ په دې اړه هررقم ممکنه مرستې ورکولو ته چمتو دى.
دبرطانيې خارجه وزير وليم هيگ سره خبرو کې ميا نواز شريف دپولې دواړو لورو ته دمداخلت دپيښو مخنيوي لپاره دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دپولې دموثره څارنې په نظام ټينگار وکړو.
وزيراعظم دپاکستان اؤ هند ترمينځ دشخړو دهواري لپاره په دوامداره مرسته دبرطانوي حکومت مننه ادا کړه.
هغه وويل چې دگاونډي هيوادونو ترمينځ تر شپږو لسيزو دبې باورۍ له امله دټولنيزو څانگو پځايې دفاعي مصرفونو کې اضافه شوې ده.
هغه وويل دمساوي ځواب تگلاره ختميدل پکار دي ، ترڅو ددواړو هيوادونو داولسونو حالت ښه شي.
نواز شريف وويل پاکستان هند سره ټولې ستونزې دمذاکراتو له لارې هوارول غواړي.
نواز شريف وويل صدر حامد کرزي اؤ برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره دخبرو په مهال يې په دې خبره غور کړى چې سيمه کې به څنگه امن ټينگ شي اؤ بايد افغانستان سره دپرامنه اؤ روڼ انده انتخاباتو په ترسره کولو کې څنگه مرسته وشي.
هغه وويل باور لري چې افغانستان کې امن پاکستان کې دامن لپاره زيات مهم دى.
نواز شريف وويل امريکائي قيادت سره دخبرو په مهال يې دډرون بريدونو په ضد غږ پورته کړى اؤ ددې سره دډرون کمپائن په ضد ديو ماحول پيدا کيدو کې مرسته شوې ده.
هغه وويل دډرون حملو خلاف يو اؤ باور لرو چې هر هاغه څه چې دپاکستان ازادۍ ته زيان رسوي مونږ لپاره دمنلو وړ نۀ دي.
هند اؤ افغانستان سره دټولو ستونزو دهواري په اړه خارجه وزير وليم هيگ دپاکستان دتصور هرکلى وکړو اؤ وې وئيل هغه دمذاکراتو لپاره دښه ماحول پيدا کولو په اړه دپاکستان دهڅو څخه خوشحاله شوى.
دبرطانيې هوم سيکرټري تهريسا مى هم پاکستاني وزيراعظم سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهمکارۍ په معاملو خبرې اترې کړي دي.
په دغه موقع دبرطانيې لخوا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دهڅو دملاتړ کولو په ترڅ کې دبرطانيې هوم سيکرټري دپاکستان ملگرې وگرځوله.
نواز شريف هغه پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دشوې اوسنۍ قانون سازۍ اؤ په دغه اړه دنورو گامونو څخه خبر کړه.
نواز شريف وويل حکومت يې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دجرړو ويستو پخه اراده لري.
هغه وويل پاکستان نۀ غواړي چې خپله خاوره يې يا دافغانستان خاوره ديو بل په ضد وکارول شي.
دبرطانيې هوم سيکرټري دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دکردار ستائينه وکړه اؤ وې منله چې پاکستان په دغه جگړه کې درنې ځاني اؤ اقتصادي قربانۍ ورکړي.