په کوټ لکپهت ځندان کې قېد پخوانی وزیراعظم نواز شریف ناروغه دی، خو کورنۍ یې ترې خبر نه ده

=

محمد عالمگير

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شريف لور مریم نواز ویلي دي په کوټ لکهپت ځندان کې بنديوان د هغې پلار نواز شریف په ورستیو کې ناجوړه شوې دی خو چارواکو د هغه د ناروغۍ په حقله دويي بې خبرې ساتلي دي.

په ټویټر په خپل یو پیغام کې مریم نواز ویلي دي:

" ما ته ویل شوي چې نواز شریف ناجوړه دی او د پنجاب یو هسپتال ته د زړه د علاج لپاره لیږل شوې خو ما یا زمونږ کورنۍ ته په دې اړه معلومات نه دي ورکړې شوې"

مریم نواز زیاتوي، د زندان یا جیل او د کورنیو چارو وزارت ته د لیکل شوي خواست باوجود، مونږ لا تر اوسه هغه رپورټ هم نه دې ترلاسه کړی کوم چې د طبې بورډ لخوا ورکړل شوی دی.

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ډاکټر عدنان خان هم د هغه د ورستۍ ناروغۍ په اړه په خپل ټویټر لیکلي دي

"د جنورۍ په شپاړسمه نیټه کال ٢٠١٩ کې د نواز شریف طبعي معائنه کونکې بورډ خپلې موندنې او سپارښتنې، ما یا د نواز شریف کورنۍ سره نه دي شریکې کړي. او د روغتیا اندیښنې د چارواکو لخوا د لومړنیو اقداماتو غوښتنه کوي ځکه چې دامسله چټک ځواب ته اړتیا لري".

مریم نواز لیکي د نواز شریف ناجوړتیا او د ده هسپتال ته رسولو په اړه د میډیا د لارې خبر شوې او سرکاري چارواکو ورته په دې باب هیڅ نه دي ویلې.

د جنورۍ په د ١٩مه یو ځانگړي طبي بورډ چې په جیل کې یې د پخواني وزیراعظم طبي معائنه کړې په خپل رپورټ کې لیکلي، نوازشریف په خپل دواړو لاسونو کې د شپې د درد شکایت کوي او وايي چې د دواړو خپو غټې گوټې یې خوږیږي.

ډاکټران په خپل رپورټ کې زیاتوي د معائنې په وخت د ۴٥ مینټو گرځیدلو پس هم نواز شریف ته بیا دغه شکایت نه دې شوې او هغه چټک گرځیدلو.

مریم نواز په دې اړه وايي د حکومتي طبي بورډ لخوا پخوانې وزیراعظم د جنورۍ په شپاړسمه نیټه معائنه کول او بیا په دې اړه کورنۍ ته اصل حقیقت نه ویل یو خطرناک حالت څرگندوي او مونږ په دې اړه رسمي رپورټ ته په تمه یو.