د نیویارک عدالت پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د عدالت د  سپکاوي مجرم بللی

ډانلډ ټرمپ

د امریکي په نیویارک ښار کې یو عدالت د ګل، دوشنبې، په ورځ د هېواد پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د توهین عدالت مجرم وبللو او په خپله فېصله کې یې وویل چې ترڅو ټرمپ عدالت ته نه حاضریږي هغه به هره ورځ لس زره ډالر جرمانه ادا کوي.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه ټرمپ د عدالت امر نه و منلی او د هغه د کاروبار په اړه تحقیقاتو کې د هغه نه غوښتل شوي دستاوېزات یې د نیویارک ریاست حکومتي وکیل یا څارنوال ته په مقرره وخت نه وو ورکړي.

د رپورټ ترمخه ټرمپ کوښښ کړی و چې د هغه نه دستاوېزات و نه غوښتل شي خو عدالت یې خواست نه و منلی او امر یې کړی و چې ټرمپ دې مارچ د میاشت تر دریمې نېټې پورې دستاوېزات چارواکو ته ورکړي. هغه په خواست د مارچ د میاشت دریمې نېټه د مارچ تر ۳۱ پورې غځول شوي وه. د توهین عدالت د فېصلې په لړ کې د نیویارک د عدالت جج ارتر اېنګوران وویل ټرمپ په تکراري ډول ناکامه شوی چې د تحقیقاتو دپاره مطلوبه دستاوېزات وړاندې کړي.

د رویټرز ترمخه که څه هم ټرمپ د فېصلې د اورول کېدو په وخت په عدالت کې موجود نه و خو بیا هم جج هغه مخاطب کړو او ویې وېل "ښاغليه ټرمپ...ماته معلومه ده چې ته خپل کاروبار سنجیده اخلي، او زه خپل سنجیده اخلم. زه ځکه ته د سول توهین ذمه وار بلم".

د نیویارک حکومتي وکیل د ټرمپ ارګنایزېشن چې د پخواني صدر د کورنۍ تجارتي کمپني ده، تحقیقات کوي چې آیا په ټېکس او قرضونو کې د ریاعت ترلاسه کولو دپاره خو یې د خپلو اثاثو مالیت خو کم نه دی ښودلی.

د ټرمپ او د هغه د کمپنۍ وکیلې الینه هابه ویلي عدالت ته یې مطلوبه دستاوېزات په سم وخت ورکړي دي او دا چې د ټرمپ خلاف تحقیقات یو سیاسي جنګ دی.

ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ صدر و او رویټرز وايي هغه ویلي د هغه د کاروبار په اړه تحقیقات په سیاسي بنیادونو شروع کړی شوي دي.