د نیویارک برید امریکايي ازبک ټولنه اندیښمن کړی

امریکائي چارواکي دا معلوموي چې ولې په خټه ازبک ٢٩ کلن حمله کونکي په مېنهېټن کښې پیاده او سائیکل سواره په موټر و وژل.

په نیویارک کښې اوسیدونکي ازبک ټولنه د پیښې پړه په حالاتو اچوي او وايي د ژبې ستونزو او مخصوص کلتور کښې پاتې کیدو دلاسه دا کس تندروه شوې. د ازبکستان سېفولو سيپو په مېنهېټن کښې د دې حملې تیاریانې د تیرې څه مودې راهسې شورو کړې وې او اوس چارواکي د حمله کونکي امریکا کښې د تندروه کیدو پلټنې کوي.

سيپو نیویارک سره خواه کښې نیوجرسي ایالت پېټرسن په سیمه کې وسیدو. دا علاقه د نیویارک نه ٣٢ کلومیټره لرې پرته ده.د ده گاونډیان وايي سېپو به سلام دعا کول او په داسې عمل یي نه دې لیدلې چې يي پرې شک راغلې وی.

د جارج واشنگټن یونیورسټي سره کارکونکی ښاغلی بینیټ کلِفورډ وايي نیویارک پولیس د ترهگری د مخنوي لپاره یو قوي مرکز لري خو دوي ته د تندروۍ د مخنوي په مد کښې هم د کمک ضرورت دی.
که څوک د حملې کولو اراده وکړي نو د موټر د لارې حملو مخه نیول گران کار دې. داسې یو شمیر عوامل شته د کوم دلاسه چې یو کس دې حد ته رسي.
د نیویارک ازبک ټولنې رضاکاران وايي د خارجیانو د امداد خبره نه کیږي. الخامجون کېنجابېؤ یو رضا کار دې. دې زیاتوي خلق د امداد یا کمک لپاره د انټرنیټ نه علاوه بله کومه لار نه لري. الخامجون زیاتوي: ٫٫ مونږ غواړو چې خپل یو ټولنیز مرکز اولرو په کوم کښې چې به مونږ په خپله ژبه خپل مسائلو باندې بحث کولې شو.٬٬

د داسې ځاېې نیشوالي دلاسه که چا ته څه معلومات پکار وي نو دوي د انټرنیت بیرته بله کومه لار نه لري.
د نیویارک د پیښې وروستو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ امریکا ته د خڅڼي یا لاټرۍ دلارې ویزې پروگرام بندولو فیصله کړې، د کوم دلاندې چې کال ٢٠١٠ کښې سېفولو سيپو امریکا ته راغلې وو .

خو د ترکستاني امریکنیانو تنظېم صدر عبدالله خواجه وايي ترهگر هیڅ شهریت نه لري.ښاغلی خواجه زیاتوي ٫٫ ازبک کلتور او اسلام مذهب د بیگناه کسانو د مرگ تعلیم نه ورکوي. مونږ امریکا ته گټې ورکولو او چا ته ځیان نه رسولو په غرض راغلې یو.٬٬
ټولنه کښې د ځاېې ورکولو او د ژبې ستونزې ختمولو سره ښاغلې عبدالله یقین لري چې نوې کډوال به خپل نوې کور ته گټې رارسولو کښې غوره رول اولري.