د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې نوښار ښار کې د پوځیانو په علاقه کې ځانمرگي بمې چاؤدنه شوې ده، په نتیجه کې ١٨ کسان وژل شوې او ٢٨ نورکسان زخمیان شوې دي.
رپورټونه وائي چاؤدنه د نوښار په حساسه پوځي برخه کې په بیکرۍ شوې ده. په چاؤدنه کې زخمي شوې کسان د طبي امداد د پاره نزدې پوځي هسپتال ته وړلی شوې دي.
نوښار نه د پیښې په حقله وړمبي رپورټونو کې ویل شوې وو بیکرۍ کې چاؤدنه د گیس سلینډر د شلیدلو په نتیجه کې شوې ده. خو دغه رپورټونو ورستو د پولیسو د بم ناکاره کارونکو چارواکو اویل چاؤدنه ځانمرگي برید وو.
نوښار د پاکستان پوځ په حساس مرکزونو کې یو دی او ددې نه وړاندې هم په پوځي هدوفونو نوښار کې چاؤدنې شوې دي.
نوښار کې ځانمرگي برید نه وړاندې د خیبر پښتونخوا سرښار پیښور سره نزدې د اتوار په ورځ د بم خلاصیدو په نتیجه کې شپږ کسان وژل شوې دي.
بم د پیښور سره نزدې متنو کلې کې د بس اودریدو په ځائې کې خلاص شوی دی. لږ تر لږه اوه نور کسان په چاؤدنه کې زخمیان شوې هم دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې په ایبټ آباد ښار کې د مۍ د میاشتې په دویمه نیټه د امریکائي خصوصي ځواکونو عملیاتو کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو ورستو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې بمي چاؤدنې او ځانمرگي حملې شوې دي. طالبانو دتشدد دې لړۍ ذمه واري په غاړه اخستې او وائي حملې يي د اوسامه د وژنې د بدل اخستو د پاره کړې دي.
بل اړخته د خیبر پښونخوا مشر وزیر بشیر بلور وئیلې د تندلارو د ختمولو کوششونه به جاري ساتي.
په باجوړ کې د قبائیلي مشرانو یوې غونډې ته وینا کې بشیر بلور اویل تندلاري اسلام نه غواړي بلکه د پښتو بچي د تعلیم نه محرومول غواړي.