۵۴۴ ووټونه اخستونکی د بلوچستان راتلونکی اعلا وزیر

په بلوچستان کې د وزیراعلی تر استعفی او د حکومت تر ړنګېدو وروسته د نوي وزیراعلی د ټاکل کېدو هڅې پیل شوې او مسلم لیګ (ن) او مسلم لیګ (ق) ګوندونو د اسمبلۍ پخوانی مرستیال سپیکر عبدالقدوس بزنجو د نوي وزیراعلی څوکۍ ته نومولی دی.

د مسلم لیګ (ق) ډلې سره تړاو لرونکی عبدالقدوس بزنجو یو له هغو کسانو وو، چې د پخواني وزیراعلی نواب ثناءالله زهري په ضد یې د جنورۍ په ۲مه د بې باورۍ تحریک پیل کړی وو. د ښاغلي زهري په ضد د بې باورۍ په تحریک کې د هغه د خپل ګوند ګڼ کسان هم شامل وو او ټاکل شوې وه، چې د جنورۍ په ۹مه په اسمبلۍ کې د هغه په ضد د بې باورۍ رایې واچول شي، خو نوموړي تر هغه مخکې لا له خپلې څوکۍ استعفی وکړه.

د پنجشنبې په ماښام د صوبې د نوي وزیراعلی د ټاکل کېدو په اړه د پاکستان مسلم لیګ ګوند د یوه پخواني سنېټر او مشر سیاستوال سعیداحمد هاشمي په کور کې ځانګړې غونډه شوې او د راتلونکي وزیراعلی د ټاکل کېدو په اړه پکې خبرې شوې دي.

د پاکستان انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان د ښاغلي هاشمي له خولې ویلي، چې ډېر ژر به په دې اړه رسمي اعلان وکړي: "هو، عبدالقدوس بزنجو به د صوبایي پارلمان نوی مشر وي، د همفکره قانون جوړوونکو په مرسته به هغه په ډېره اسانۍ د بلوچستان د نوي وزیراعلی په توګه منتخب شي."

د صوبې د نوي وزیراعلی د ټاکل کېدو لپاره د نوماندۍ کاغذونه به د جمعې په سهر په اسمبلۍ کې جمع کېږي او په دې اړه به د یکشنبې په ورځ رایې اچول کېږي.

عبدالقدوس بزنجو د ناارامه سیمې آواران اوسېدونکی دی، چې د ایران پولې ته څېرمه پرته سیمه ده. بزنجو د مسلم لیګ (ق) ګوند له خوا د ۲۰۱۳م کال په عمومي ټاکنو کې صوبایي اسمبلۍ ته ټاکل شوی وو.

د آواران سیمې د ووټ ورکوونکو شمېر ۵۷۶۶۶ دی، خو خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو چې په دې سیمه کې له انتخاباتو بایکاټ اعلان کړی وو، نو په ټاکنو کې د خلکو برخه یواځې ۱.۱۸ فیصده وه او ښاغلی بزنجو د ۵۴۴ ووټونو په اخیستو بریالی شو.

د ثناءالله زهري تر استعفی وروسته داسې ګنګوسې وې، چې پخوانی وزیراعلی سردار صالح بوتانی او جان محمد جمالی به د نوي وزیراعلی لپاره ونومول شي، خو رپوټونه وایي چې دوی دواړو هم په هغه غونډه کې ګډون کړی، چې عبدالقدوس بزنجو پکې د وزیراعلی څوکۍ ته نومول شوی او دوی ورسره موافقه څرګنده کړې ده.

دا چې د بلوچستان نوی حکومت به هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند په ګډ ایتلاف جوړ شي که څنګه، په دې اړه تر اوسه د دغو ګوندونو له خوا څه نه دي ویل شوي، خو د تېر حکومت اپوزیشن ګوندونو ویلي دي، چې دوی به د نوي حکومت په جوړېدو کې د مسلم لیګ (ن) ګوند مرسته کوي، خو د حکومت برخه نه جوړېږي.