شمالي کوريا دعوه کړې د 2017 وروسته یې د اوږدې فاصلې ميزايل ازمايلی

د شمالي کوریا د سرکاري ميډیا ترمخه شمالي کوریا د مينځنۍ فاصلې بېلاسټک ميزايل ازمايلی او دا په څلور کاله موده کې د اوږدې فاصلې د غټ میزايل ازماينه شوې ده.

د کورين مرکزي خبري ادارې ترمخه میزايل د اتوار/ يکشنبې په ورځ (30 جنورۍ) سهار د هېواد په شمال لويدیځه برخه کې ازمايل شوی دی.

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ويلي، دغه ميزايل چې ازمايل شوی د 2000 کلوميټره پورې اوچت تللی او د 800 کلوميټره په فاصله کې په سمندر کې غورځېدلی دی.

امریکې، جاپان او جنوبي کوريا د شمالي کوريا د نوي میزایل د ازماینې غندنه کړې ده.

له دې وړاندې په اګست 2017 کې شمالي کوريا د اوږدې فاصلې پورې د ميزايل ویشتو ازماينه کړې وه کوم چې د جاپان د پاسه تېر شوی وو.

شمالي کوريا په کال 2017 کې د بېن البراعظمي ميزايل تجربه کړې وه، د کوم په اړه چې ويل شوي وو چې دغه ميزايل د امریکې پورې هم رسېدی شي.

ویل شوي چې د شمالي کوریا د اتوار د ورځې میزايل ازماينه د روان کال اوومه ميزایل ازماينه وه، او پرله پسې د ميزايل دا ازماينه د بايډن د انتظاميې په فشار کې د راوستو هڅه ګڼل کيږي.

د امریکې او شمالي کوريا ترمنځه جوهري خبري د ځنډ ښکار دي، د کوم له امله چې ځينې پوهان وايي د امریکې د بندېزونو له امله شمالي کوريا د معاشي ستونزو سره مخ ده. او د شمالي کوریا مشر کم جونګ اُن غواړي چې امریکا ترې بندېزونه لرې کړي.

د شمالي کوريا د ميزايل ازماينې وروسته د جنوبي کوريا صدر مون جې اُن د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې او دريځ يې خپل کړی چې د شمالي کوریا دغه ميزایل ازماينه د نړۍ سره د کړو ژمنو ښکاره سرغړونه ده.