وایټ هاوس: د یوکرېن په جنګ کې د شمالي کوریا ۱۰۰۰ عسکر زخمیان شوي او یا وژل شوي دي

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کمیونیکېشنز مشیر جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل داسې ښکاري چې روسي او د شمالي کوریا عسکري مشران د شمالي کوریا عسکر د یوکرېن دفاعي ځواکونو خلاف په داسې حملو کې استعمالوي چې د بریا امید يې نه وي

وایټ هاوس ویلي د یوکرېن خلاف د روس د جنګ په وړمبي محاذونو د شمالي کوریا عسکر د درنو جاني نقصاناتو سره مخامخ شوي دي او په کرسک سیمه کې په تېره هفته کې د شمالي کوریا تر ۱۰۰۰ پورې پوځیان وژل شوي او یا زخمیان شوي دي.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کمیونیکېشنز مشیر جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل داسې ښکاري چې روسي او د شمالي کوریا عسکري مشران د شمالي کوریا عسکر د یوکرېن دفاعي ځواکونو خلاف په داسې حملو کې استعمالوي چې د بریا امید يې نه وي.

کربي وویل د شمالي کوریا عسکر پیاده اجتماعي حملې کوي.

کربي امکان څرګند کړو چې صدر جوبایډڼ به په اینده ورځو کې یوکرېن سره د دفاعي امداد بله کڅوړه منظوره کړي.

بلخوا، د سلوېنیا د جمعې په ورځ تصدیق وکړو په یوکرېن کې جنګ د ختمولو دپاره د روس او د یوکرېن د خبرو اترو کوربتوب ته يې هېواد تیار دی.

د روس صدر ولادېمير پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په سلوېنیا کې د امن په مذاکراتو کې شرکت ته رضامندي ښکاره کړه. روس په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن یرغل کړی دی.

د سلوېنیا خارجه وزیر یورايي بلنر په فېس بک وویل د روس او یوکرېن مذاکراتو دپاره د خپل هېواد خاوره پېش کوي.

بلنر وویل پکار ده چې په مذاکراتو کې د روس په شمول ټول فریقېن شریک وي. د جون په میاشت کې په سوېټرزلېنډ کې خبرو اترو کې روسي چارواکو شرکت نه و کړی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

بلنر وویل د پوټن بیان مثبته اشاره ګڼي چې دا جنګ، دا خونرېزي او دا تباهي زر تر زره ختمه شي.
سلوېنیا د نېټو او د یورپين یونین یا د یورپي اتحاد غړی ملک دی. بلنر وویل یوکرېن ته يې د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې هېواد يې د سولي مذاکراتو کوربتوب ته تیار دی. سلوېنیا د روس سره ښه تعلقات لري.

هم د جمعې په ورځ د یوکرېن هوايي پوځ وویل د روس د ۲۴ څخه ۱۳ هغه ډرونز يې دفاعي ځواکونو رانسکور کړل چې روس تېره شپه په حمله کې استعمال کړي وو.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، وویل د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ د یوکرېن خارجه وزیر اندري سبیها د جنګ په مېدان د تازه صورتحال او یوکرېن سره د امریکې د امداد په اړه خبرې اترې وکړې.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر وویل سبيها سره خبرو بلېنکن دا لوظ تکرار کړو چې امریکا به یوکرېن سره د خپلې ازادۍ په دفاع کې امداد جاري ساتي.

د جمعې په ورځ د روس د دفاع وزارت وویل ځواکونو يې د یوکرېن په مشرقي علاقه کې دوه کلي ونیول. دا خبره ار ايي ای خبري ادارې ورکړو. د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو ایونېویکا کلي په دونېسک سیمه کې او ژارېژو کلی په خارکیف سیمه کې ونیولو. د وي او ای دپاره ممکنه نه وه چې د روس د دفاع وزارت خبره تصدیق کړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو څخه هم اخیستل شوي دي