په شمالي وزیرستان کې خاصه دار عسکر وژل شوی

په شمالي وزیرستان کې د تیرې څه مودې راهسې هدفي وژنې روانې دي چې پکې یو شمیر حکومتي کارکونکي وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې نن ماښام نامعلومه وسله والو په ډزو کې یو ځایي پولیس (خاصه دار عسکر) وژل شوی.

د ضلعې مقامي انتظاميې ددغه پېښې پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې دغه پولیس عسکر په دیګان سيمه کې د ماښام په وخت په بازار په نخښه شو.

د دغه پېښې پړه اتحاد المجاهدین نومې وسله والې ډلې په غاړه اخستې.

د شمالي وزیرستان ضعلې د مقامي انتظامیې ترمخه په سیمه کې د وړاندې نه دنامعلومه وسله والو لخوا داسې کاغذونه (پمپلټې) تقسیم شوي چې پکې د پولیو کار کونکو، خاصه دارو او هغه سیاسي مشرانو چې د پوځي مشرانو سره لیده کاته کوي، خبرداری ورکړی شوی.

په شمالي وزیرستان کې د تیرې څه مودې راهسې هدفي وژنې روانې دي چې پکې یو شمیر حکومتي کارکونکي وژل شوي.