د شمالي وزیرستان تر ٢٠٠٠٠ ؤ پورې تاجرانو په اسلام آباد کې احتجاج پېل کړو

د میرعلي په وران بازار کې د پاکستان پوځیان د گزمې په مهال لیدل کیږي

په شمالي وزیرستان کښې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه ځپلوشوو ترشلو زرو پورې تاجرانو د حکومت نه د تاوانونو د غوښتنو لپاره په اسلام اباد کښې احتجاج پېل کړی دی.

احتجاج کونکو تاجرانو ددې نه وړاندې درې ورځې په بنو او څلو ورځې په پېښور کښې هم احتجاجي کېمپونه لگولي وو خو دوی وايي یو حکومتي ذمه وار ورته تر اوسه داسې خبره نه ده کړې چې زړه یې پرې جوړشي.

د انجمن تاجران شمالي وزیرستان یو مشر محمدشفیق

د انجمن تاجران شمالي وزیرستان یو مشر محمدشفیق ویلي دي "د پوځي اپرېشن په وخت د تاجرانو په اربونو روپو تاوانونه شوي خو حکومت یې په غوښتنو ځان غلې کړی دی."

د گل ـ دوشنبې په ورځ د فاټا سېکرټریټ او سېفران چارواکي پېښور کښې د شمالي وزیرستان دغه تاجرانو له ورغلي وو خو د تاجرانو مشر شفیق وايی دوي سره یې خبرې ناکامه شوي دي.

د تاجرانو مشر وايي ترڅو کوم حکومتي ذ‏مه وار دوي ته د تاوانونو ورکولو لپاره لیک شوي سرکاري حکمنامه نه وي جاري کړي احتجاج ته به دوام ورکوي.

په ضرب عضب پوځي اپرېشن کښې د شمالي وزیرستان د تباه شوو تاجرانو د هر تن خپله خپله کیسه ده خو محمد شفیق خپله کیسه کوي او وايي

" د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه وړاندې مې بچو د ملک یوې اعلا تعلیمي ادارې برن هال کښې زدکړې کولې خو وايی وس دومره بې وسه شوې یم چې نوربچي مې په سرکاري سکولونو کښې داخل کړي دي." دی وايي په میران شاه کې د پوځي مرکز مخې ته بازار کې د موټرو د پرزو پنځه دوکانونه وو چې اوس یې وجود نشته.

د شمالي وزیرستان د یو وران بازار منظر

دې وايي خفه په دې یم چې د ریاست په وینا مې کور او دکان پرېښودلو. د ترهگرۍ د ختمولو په پوځي وعدو د کلې نه اووتم او په خپل ملک کښې دننه مې کډوالۍ ته غاړه کېښوده خو نن مې پاکستان کښې څوک فریاد هم نه اوري.

د تاجرانو مشر محمد شفیق وايي د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامې ته مو دوه وارې د ځپلو شوو تاجرانو لسټونه ورکړل خو پولیټیکل ایجنټ ورسره یو وارې هم ملاقات اونه کړلو. نو اخر اوس چرته او چا له لاړشي.

وايی مایوسه بیا هم نه یم خوسوچ کوم چې پاکستان کښې به داسې هم څوک وي چې د زړه پرهر به یې راجوړ کړي.