د افغانستان سره په سرحد پروت د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځ په قطار باندې دې حملې په نتیجه کې څلور عسکر وژل شوې او نهه نور زخمیان شوې دي او د ځواکونو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوې دي.
پوځي چارواکې وائي د عسکرو په کانوائی یا قطار حمله په داسې مهال شوې چې عسکر د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه نه دته خیلو ته په سفر وو.
په کانوای د حملې په نتیجه کې پوځې کارواکې وائي څلور عسکر وژل شوې او نهه نور زخمیان شوې دي. د ځواکونو په ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوې.
په کانوای د حملې ورستو د پوځ او وسله والو په منځ کې نښتې وونښتې. رپورټونه وائي د جگړې په مهال د مارټر یوه گوله په یو جومات د غورځیدو په نتیجه کې ١٨ کسان زخمیان شوې دي. بله گوله په یو کور غورځیدلې ده او هلته دوه زنانه د زخمیې کیدو رپورټوه راغلې دي.
ددې نه وړاندې د اتوار د غرمې په وخت میران شاه کې د امنیتي عسکرو په یو پوسټ د حملې په نتیجه کې درې عسکر زخمیان شوې وو.
امریکائي چارواکې وائي شمالي وزیرستان د وسله والو مرکز دی چرته نه چې افغانستان کې میشته خارجي او افغان ځواکونو باندې طالبان د حملو منصوبې جوړوي. په وسله والو کې په خصوصي توگه د حقاني ډلې نوم اخستلی کیږي، چې امریکائي چارواکې وائي تر ټولو زیات خطرناکه شبکه ده او په افغان او امریکائي ځواکونو ترسره شوؤ یو شمیر خونړۍ حملو کې لاس لري.