اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى

اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى

د امريکې صدر براک اوباما د جمعې په ماسخوتن په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى دى. صدر اوباما د شپې په تيارۀ کې دخراب موسم په وجه دافغانستان شمال لوري ته په بگرام هوائي اډه کې کوز شوى دى. د سپېنې ماڼې ویاند ویلي چې د خراب موسم له امله ښاغلې اوباما به وه نه کړې شي چې د خپل افغان سیال حامد کرزي سره په کابل کې لېدل کتل وکړي.
ټاکل شوې ده امريکائي صدر به په افغان جگړه کې بوخت امريکائي پوځيانو او نورو لوړپوړو پوځي مشرانو سره ليدنې کوي.
ټاکل شوې وه صدر اوباما به دامريکائي سفارت خانې عملې او صدر حامد کرزي سره ليدلو لپاره نيغ کابل ته رسيږي خو په افغانستان کې دخراب موسم په وجه نوموړى ته نۀ دى رسيدلى.
صدر اوباما چې تير مياشت يې په لزبن کې حامد کرزي سره ليدلي وؤ اوس به دبگرام هوائي ډگر څخه دويډيو کانفرنس له لارې هغه سره خبرې کوي.
د امريکې مرستيال ملي مشاور ډين رهوډز وئيلي دي صدر اوباما پلان لري چې ددسمبر په مياشت کې د نظرثاني شوې تگلارې نتيجه اعلان کړي.
دسرچينو له مخې صدر اوباما به په پوځي اډه کې ديو روغتون دننه د ژوبل شوؤ پوځيانو پوښتنه هم کوي.
صدر اوباما به د اتو مريضانو سره ليدنه کوي چې پکې پينځه عسکر او درې غيرپوځي ټيکه داران دي.
روغتون ته دتللو وروستو به نوموړى پوځيانو ته هم وينا کوي.
د امريکې دصدر جوړيدو راپديخوا افغانستان داوباما دغه دوهم سفر دى.
نوموړى دمارچ په مياشت کې هم افغانستان ته ورغلى ؤ.
څيړونکي وائي صدر اوباما هڅه کوي دکال 2011م دجولا ئي تر مياشتې پورې داسې حالات پيدا کړي چې دافغانستان څخه دامريکائي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.