اوبامه وائې امریکا اسلام سره په جنگ نه ده

  • ډیوه رپورټ

انډونیشیا ته د سفرورستو، د امریکې صدر باراک اوبامه د جې ٢٠ ډلې په غونډه کې د شرکت د پاره جنوبي کوریا ته رسیدلی دی

د امریکې صدر باراک اوبامه وئیلې امریکا نه په موجوده وخت کې د اسلام سره په جنگ ده او نه به په راتلونکې وخت کې داسې ووکړې ددې په ځائې هغه وویل القاعدې ته دې باید ماتی ورکړی شي.

باراک اوبامه د شورو په ورځ انډونیشیا ته د خپل سفر په اخیرې پړاؤ طالب علمانو ته وینا کوله. سرښار جکارته کې د انډونیشیا یونیورسټۍ کې باراک اوبامه خپله وینا په دغه هیواد کې د ماشوم والې د خپل ژوند د تجرباتو نه شورو کړه.

باراک اوبامه اوئیل چې انډونیشیا د هغه د خپل ځان برخه ده او کله چې د هغه مور د انډونیشیا یوکس سره واده ووکړو چې نوم يي لولو سوتورو ؤ نو هغه یوې مختلفې دنیا ته راغلو خو د انډونیشیا خلکو هغه ته دا احساس ورکړو چې گوندې هغه خپل کور ته راغلی دی.

د زرگونو په شمیره کې طالب علمانو ته وینا کې باراک اوبامه د انډونیشیا ستائنه ووکړه چې په تیرو ١٠ کلونو کې يي د جمهوریت په لورې ډیر پرمختگ کړی دی خو هغه زیاته کړه انډونیشیا باید هیواد کې د بډو رشتونو ختمولو د پاره نور اصلاحات هم ووکړې.

انډونیشیا کې وینا د باراک اوبامه د پاره دویمه موقعه وه چې هغه په یو اسلامي هیواد کې اهم تقریر وکړو. ددې نه وړاندې هغه د مصر د قاهره ښار الازهر اسلامي یونیورسټۍ کې د اسلامي نړۍ سره د تعلقاتو په موضوع د خپلو خیالاتو څرگندونه کړې ده.

انډونیشیان کې هم باراک اوبامه د پرمختگ، جمهوریت او مذهب په موضوعاتو خبرې ووکړې.

باراک اوبامه اوئیل په موجوده وخت کې د نړۍ اقتصاد د یو بل سر تړلې دې. هغه په دې خبره هم رنړا واچوله چې انډونیشیا د جې ایټ یا جې اته په تنظیم کې څه کردار ادا کولی شي. هغه اوئیل امریکا به انډونیشیا سره په موسم کې د بدولون مخنیوي په لړ کې امداد زیاتوي. او د انډونیشیا نه امریکې ته راتلونکو طالب علمانو په شمیره کې به هم زیاتوالی کولی شي.

باراک اوبامه د اسلامي نړې سره تعلقاتو د بهتر کولو د پاره د خپلو کوششونو دفاع ووکړه. په دې لړ کې هغه اوئیل چې عراق کې جگړه ختمه کړی شوې ده، افغانستان کې ثبات راوستلی شوی دی او د اسرائیل او فلسطین په منځ کې د تعلقاتو ښه کولو د پاره کوششونه شورو کړی شوې دي.

خو هغه زیاته کړه چې په دې حقله نور کار هم پکار دی. هغه تندلاریتوب ته ماتی ورکولو باندې هم زور واچولو.

باراک اوبامه اوئیل هغه دا خبره واضحه کړې ده چې امریکا نه دا وخت او نه به په راتلونکې وخت کې د اسلام سره په جنگ شي. ددې په ځائې القاعده او ددې ملگرو ته باید ماتی ورکړی شي چې د یو مذهب مشري هم نه کوي او د اسلام غوندې د نړۍ عظیم مشرې خو یقیناً القاعده نه کوي.

ددې نه وړاندې باراک اوبامه د استقلال جومات دوره ووکړه چې په جنوبې ختیزه اسیا کې ترټولو لوی دی. باراک اوبامه اوئیل امریکا او انډونیشیا د یو بل د پاره د برداشت مشترک روایات لري. هغه اوئیل که څه هم دواړه هیوادونه د مخلتفو لارو نه تیر شوې دي خو په دواړو هیوادونو کې د مخلتفو عقیدو سره تعلق لرونکې په لکونو خلک د یو بل سره په ازادۍ ژوند کۍ.

انډونیشیا کې د میریپې غر نه د راوتونکې لاوې په وجه د باراک اوبامه سفر لنډ کړی شو. انډونیشیا نه ورسته به باراک اوبامه د جې ټونټې په غونډه کې د شرکت د پاره جنوبي کوریا ته رسیدلی دی.