د امریکې صدر براک اوباما به د ایشیاء او بحرالکاهل سېمې د نهو ورځو په دروه نن د واشنگټن نه روانېږي. ښاغلې اوباما سفر مقصد د سېمې مضبوط اقتصادي هېوادونو سره د امریکې د تعلقاتو ته وده ورکول شامل دي.
صدر اوباما به د خپلې دورې په لومړۍ پړاو کې د خپل زیږیدنې ځاې د هوائي هونولولو کې د ایشیاء او بحرالکاهل د اقتصادي تنظیم په غونډه کې د کوربه په حثیت گډون کوي.
د صدر اوباما د دوری په ایجنډا کې د بحرالکاهل سېمې کې د امریکا په گډون د اتو هېوادونو د یو ازاد تجارتي سېمه په قائمولو خبرې کول شامل دي.
پدې کې به امریکا ،اسټریلیا، برونائی ، چلي ، ملائېشا، نېوزی لېنډ ، پېرو، سنگاپور او ویټ نام هېوادونه شامل وي.
تمه کېږي چې جاپان به هم په دغه خبرو اترو کې شامل شي . اسټریلیا کې د مختصر ایسارتیا وروسته به صدر اوباما انډونیشیا ته ځي چرته چې نوموړي د خپل ماشوم توب ځېني برخه تېره کړې ده.
صدر اوباما به د امریکا لومړۍ صدر وي چې د انډونیشیا بالې کې د ختېځې ایشیا سرمشریزه غونډه کې گډون وکړي
صدر اوباما د ایشیا او بحرالکاهل سېمې په سفر
ښاغلې اوباما سفر مقصد د سېمې مضبوط اقتصادي هېوادونو سره د امریکې د تعلقاتو ته وده ورکول شامل دي