اوباما- شریف اعلامیه: ترهګري، اېټمي خطر او این جې اوز

د امریکا صدر بارک اوباما او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف نن په واېټ هاوس کې افغانستان کې سوله، دفاعي چارو، او د اېټمي ترهګرۍ په خطرونو خبری کړیدي. دواړو مشرانو ژمنه کړې دواړه هیوادونه به خپل منځي اړیکې نوری هم مضبوطوي. د صدر اوباما او نواز شریف تر مېنځه پدغه لېدنه کېغټې خبرې څه داسې دي.

سېمه ایز امنېت او ترهګري:

دواړه مشرانو ژمنه کړی چې د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ به د افغانانو په مشرۍ کې د سولې کوششونه پر مخکې بیاېي. دوي په طالب مشرانو غږ کړی چې د سولې لپاره دې د کابل سره نېغ په نېغه خبرې شورو کړي. صدر اوباما د روان کال جولاېي په میاشت کې پاکستان لخوا افغان حکومت او طالبانو سره د خبرو پړاو او د سولې لپاره حالاتو برابرولو په لړ کې د پاکستان ستاېنه کړې.

وزیراعظم نواز شریف یو ځل بیا وېلي چې د پاکستان خاوره به د بل هیواد پرضد د کارولو اجازه نه ورکوي. نوموړي وېلي چې طالبان او حقاني ډله د پاکستان نه عملیات نه شي کولې. ښاغلي شریف دا هم وېلي چې د ملګرو ملتونو لخوا د لشکر طیبه په شمول د نورو ګرځول شوو ترهګرو ډلو او شخصېتونو پرضد به کلک ګامونه اخلي. دوي د ساحل نه تر د جنوبي اشیا پورې په زیاتیدونکي تندلارۍ هم خبرې کړي. نواز شریف وېلي تندلارې ډلې داعش ته به پاکستان کې د پښې کېښودو لپاره ځایې نه ورکول کېږي.د ترهګرۍ په اړه خبرو اترو کې د امریکا صدر بارک اوباما تیرکال په پیښور کې د طالبانو لخوا په ارمي پبلک سکول کې شوی خونړی برید غندلې.

دفاعي چارې:

صدر اوباما او وزیراعظم نوازشریف د لیدو وروستو ګډه اعلامیه واېي چې دواړه هیوادونو د سېمې په امنیت او پوځي همکارۍ خبرې کړي. دوي وېلي داسې دفاعي همکاري به کوي چې د دواړه خواو لپاره ګټه ورې وي. په اعلامیه کې د سړک په غاړه د پرتو بمونو ذکر هم شویدی. او دواړه مشرانو وېلي چې د دغه ډول بمونو د شنډي کولو لپاره به ګډ کوششونه کوي. دوي دا منلې چې د ترهګرۍ او د سړک په غاړه د بمونو مخنیوي لپاره ضروري ده چې د پاکستان افغانستان پوله باندې امن وي.

د اېټمي ترهګرۍ خطر:

د دواړه مشرانو په دغه لېدنه کې د نیوکلیاېي ترهګرۍ د خطر په اړه خبرو اترو کې دواړه مشرانو ژمنه کړې چې راتلوکي کال کې د صدر بارک اوباما لخوا راغوښتل شوې د جوهري تحفظ د غونډې د کامیابۍ د پاره به هلې ځلې کوي. صدر اوباما د پاکستان لخوا د جوهري تحفظ د غونډې پروسه په مخکې بوتلو، او د نړیواله جوهري انرجۍ د اېجنسۍ او نورو نړیوالو ادارو سره د مرستو کولو ستاېنه اوکړه. صدر اوباما د پاکستان د هغه کوششونو یادونه اوکړه د کومو تر مخه چې پاکستان د تحفظ، سټراټېجک امن او د جوهري وسلو د خورولو د مخنیوي د ادارې سره په رابطه کې دی او دواړه ملکونه پدی راضي شوي چې دغه هلې ځلې به په راتلونکې کې نوری هم ګړندۍ کړي.

غربي مطبوعات د پاکستان په اړه لېکي چې په نړۍ کې پاکستان د نورو اېټمي هیوادونو په مقابله کې تر ټولو زیاتې جوهري وسلې جوړوي او دغه شمیر د پاکستان ګاونډي هیواد هند نه هم ډیر دی کوم چې په سوېلي ایشیا کې د جوهري جنګ خطر رامنځ ته کولې شي.

اقتصاد او تجارت:

پدی لړ کې یوه غټه خبره دا هم شوی چې پاکستانۍ کمپنۍ به اوس افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د شایانو اخستو کې برخه اغستې شي. صدر اوباما د پاکستان او افغانستان د ټرانزټي تجارت لوظنامې ملاتړ کړیدې. نوموړي د منځنې او سوېلي اېشیا تر منځ د بجلۍ د مزي غزولو د پروژې، د ترکمانستان نه افغانستان – پاکستان- هندوستان ته د ګېس پاېپ لاېن د غزولو هم ملاتړ کړی. په اعلامیه کې د چین او پاکستان تر مېنځ د اقتصادی لاری په اړه هیڅ ذکر نشته او نه هم د ایران نه پاکستان ته د ګېس د پاېپ لاېن غزولو په اړه څه خبره لري.

په واېټ هاوس کې لیدنه کې انټرنېټي خونديتوب یا ساېبر سېکورټي ، انرجي، تعلیم، صحت او په پاکستان کې دنړیوالو غیر حکومتي اداروپه حقله هم خبری شويدي. نواز شریف صدر اوباما ته باور ورکړی چې د پاکستان لخوا دنړیوالو غیر حکومتي ادارو په اړه نوي قانون ته به بیا کتنه کوي. صدر اوباما وېلي د این جي اوز لپاره پکار ده داسې تګلاره جوړه شي چې د نړیوالو معیار سره سمون اوخوري. دواړه مشرانو په پاکستان کې د جېنکو د تعلېم لپاره د امریکا په مشرۍ کې د نوې پروژې (جېنکې دې زده کړې اوکړي) هرکلې کړی. ددی پروژې تر مخه به پاکستان کې دوه لکه جېنکو ته د تعلېم اسانتیاوې ورکول کیږي.