د اسلامي هیوادونو سرمشریزه غوڼده او سیمه ایز تاوتریخوالی

د سعودي عربستان په مکه ښار کې د اسلامي هیوادونو نتظیم (او ایي سي) د رسمي غونډې پېل کیدو وړاندې د سعودي عربستان خارجه وزیر په سیمه کې د هغه په وینا د ایران په لاسوهنه نیوکې کړي.

د جمعې په ورځ پېل کیدونکې غونډه کې به په منځني ختیځ کې د تیلو سمندري بېړیو باندې د شوو حملو وروسته امنیتي وضعه، د امریکا او ایران تر منځ تازه تاوتریخوالي او د یمن د جګړې تر څنګ په نورو مهمو موضوګانو خبرې کیږي.

د اسلامي هیوادونو دې غونډې ته پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغانستاناولسمشر اشرف غني په شمول د نړۍ ۵۷ اسلامي هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده. د سعودي عربستان سرکاري خبري ادارې تر مخه د دغه غونډې حدف اسلامي نړۍ ته په ورپېښو ستونزو ګډ دریځ خپلول دي.

په مکه کې د اسلامي هیوادونو دغه غونډه په داسې مهال کیږيچې د ایران او امریکا ترمنځه تاو تریخوالي له امله په منځني ختیځ کې هم حالات کړکیچن دي. د منځني ختیځ په حالاتو نظر لرونکي څیړونکي ګڼي سعودي عربستان د یادې غونډې په لار د ایران پرضد د نورو اسلامي هیوادونو مرستې ترلاسه کول غواړي. خو زیاتوي دا امکان کم دی چې ټول اسلامي هیوادونه د ایران پرضد د سعودي عربستان دریځ اومني.

د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر ابراهیم الاسیف د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ایران تور لګولی وو چې په سیمه ایزو هیوادونو کې لاسوهنه کوي. نوموړي دغه بیان په داسې مهال ورکړی وو چې د امریکا د قامي امنیت صلاحکار جان بولټن ویلي تهران په دغه سیمه کې د تیلو په سمندري ټینکرو په بریدونو تورنه کړې ده.

سعودي خارجه وزیر په جده کې د اسلامي هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډې ته په وینا کې ویلي ٫٫ په یمن کې د هوثیانو مرسته په دغه سیمه کې د ایران ښکار لاسوهنه ده او دا یو داسې ګام دی چې باېد اسلامي هیوادونه يې وغندي. د خارجه وزیرانو دغه غونډې له د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم ورغلی، خو د ای اېف پي خبري ادارې د خبریال تر مخه جواد ظریف په دغه غونډه کې نه وو موجود.