په پاکستان کې د حکومت په ضد روان تحریک  سیاسي هواگانې نورې گرمې کړي دي

پاکستان کې د مخالفه ډلو لخوا دسینېټ د چېرمېن لرې کولو د فېصلې سره سم د پخواني صدر اصف علي زرداري دې دعوې د حکومت په ضد روان تحریک سیاسي هواگانې نورې گرمې کړي دي چې وايي د نومبر میاشتې نه وړاند ې به د عمران خان حکومت ختم شي.

اپوزیشن ډلو اعلان کړی دی چې د مخالفه ډلو اتحاد به په گډه باندې د سېنېټ د چېرمېن صادق سنجراني په ضد د ناباورۍ تحریک راوړي.

د پښتونخوا ملي گوند سېنېټر عثمان کاکړ وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې مخالفه ډلې به سبا د نهې سه شنبې په ورځ د سېنېټ په سېکرټریټ کې د سنجراني په ضد د ناباورۍ تحریک جمع کړي.

په سېنټ کې د سیاسي ډلو شمېرې

د سېنېټرعثمان کاکړ وېنا ده چې اپوزیشن ډلو ته د سنېټ د چېرمېن په ضد د ناباورۍ تحریک لپاره د ٥٣ غړو ضروت دی او دا وخت د مخالفه ډلو سره د ٦٠ نه زیات سېنېټران موجود دي.

دا وخت په سېنېټ کې د سیاسي گوندونو د سېنېټرانو شمېر په داسې ترتیب جوړېږي.

مخالفه ډلې : مسلم لیگ (ن) 24 ېپلزگوند 20 جمعیت علما اسلام (ف) 4 نېشنل پارټي 5 عوامي نېشنل گوند 1 پښتونخوا ملي گوند 2 غړي دي.

حکومت پلوه: تحریک انصاف 14 اېم کیو ایم 5 بلوچستان عوامي پارټي 2 بلوچستان نېشل پارټي 1 مسلم لیگ فنکشنل 1 ،

سېنېټ کې دوه غړي د مذهبي ډلې جماعت اسلامي دي خو دې ډلې تر اوسه فېصله نه ده کړې چې د ناباورۍ تحریک کې به مخالفه ډلو سره ودرېږي او د حکومت ډلې سره. په سېنېټ 26 ازاد سېټېران هم شته.

د جسټس ملک محمد ارشد مقد مه او په حکومت باند ې فشار

د پاکستان پخواني وزیر اعظم نوازشریف ته د کرپشن د تورونو په یوې مقدمه کې د ٧ کالو بند سزا اورونکي قاضي ملک محمد ارشد په ضد د تېر خالی په ورځ هغې وډیو راتلو وروسته سیاسي فضا گرمه شوې ده کومه وډیو کې چې د غه قاضي ناصر بټ نومی تن ته وايی چې د نوازشریف په ضد یې فېصله د نامعلومه قوت په فشار ورکړې ده.

د اتواد په ورځ جج ملک ارشد ددې تردید کړی دی او دغه وډیو ته یې دروغ او جعلي ویلې او د وزیر اعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان ویلي دي چې حکومت به د وډیو د رامعلومولو لپاره ددې فرانزک اډټ او پلټنې کوي.

څیړونکي وايي چې د مریم نواز لخوا دغه وډیو رابرڅېره کولو سره د کرپشن په ضد مقدماتو د انصاف عمل مشکوک کړی دی.

گراني او دمخالفه ډلو په جلسو کې د اولس زیات گډون

د مخالفه سیاسي گوندونو په تازه اولسي جلسو کې په حکومت باندې تنقېد او نیوکې سېوا شوي

مطبوعات وايي چې د پاکستان پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري د خېبر پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې په جلسو کې د اولس گډون زیات شوې دې.

د څېړونکو ترمخه په پښتونخواکې د خلکو د حکومت مخالفه جلسو کې گډون ښايي چې اولس د اوسني حکومتي پالیسو نه خوشاله نه ښکاري.

د مخالفه گوندونه مشران وايي چې د تحریک انصاف په حکومت کې د روپۍ ارزښت کم شوې، دشیانو بېعې لوړې شوي او د نړیوالو مالیاتي ادارونه په سختو شرطونو پورونه اخستل شوي چې له وجې په اولس کې د حکومت خلاف غصه ورځ په ورځ زیاتیږي.

بلي لورې ته دپاکستان د سیاست تر ټولو طاقتوره گڼل کېدونکې صوبه پنجاب کې هم سیاسي فعالیتونه سېوا شوي دي. د حکومت مخالفه گوند مسلم لیگ په وروستی جلسه کې د څېړونکو په خیال د اولس گډون د توقعاتو نه زیات وو.