اورکزو او سوات کې 13 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ او دخيبرپښتونخوا ايالت په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ددوؤ مهمو طالب کمانډرانو په گډون 13 جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دنهې په ورځ دبره اورکزو په بيلا بيلو سيمو سن بگ، شين قمر، او ډبورۍ سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 10 تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې دتندلارو گڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
بل لوري ته دسوات دخوازه خيلې تحصيل په فتح پور سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې ددوؤ طالب کمانډرانو علي رحمان او الياس په شمول درې جنگيالي وژل شوي او دهغوي څخه يې په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.