اورکزو ايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې 12 جنگيالي وژل شوي دي

Orakzai Agency, Pakistan

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې لږ ترلږه 12 جنگيالي وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي.

د سرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو څخه دبره اورکزو ايجنسۍ په خاديزۍ ، غوټک، ډبورۍ، ماموزۍ او ملا پټۍ سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي.
پوځي چارواکو دجون دمياشتې په لمړيو کې په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد روان عمليات بريالي گرځولي ؤ او ددغو عملياتو پايې ته درسولو اعلان يې کړى ؤ.
چارواکو دا هم وئيلي ؤ چې په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې يې دهغوي گڼ شمير ځالې او تربيتي مرکزونه تباه کړي ديز
خو ددغو ادعاؤ باوجود په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتې روانې دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دمارچ څخه تر دې مهاله روانو عملياتو کې چارواکو د1350ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کړې او په دغو عملياتو کې ديو شمير پوځي افسرانو په گډون تر 40ؤ پورې عسکر هم وژل شوي دي، خو دازادو سرچينو څخه ددغه شميرې تصديق نۀ دى شوى.
دخيبرپښتونخوا ايالت چارواکو انديښنه څرگنده کړې ده چې داورکزۍ او وزيرستان ايجنسيو څخه تښتيدونکي جنگيالي يو ځل بيا منظم کيږي خو ادعا يې کړې ده چې حکومت دتندلارو ددغو منصوبو څخه نۀ يواځې دا چې په ښه توگه خبر دى بلکې دناکامولو لپاره يې هم په بشپړ توگه تيار دى.