پاک افغان تورخم پوله پرانستل شوې

دافغاني عسکرو لخوا دپاکستاني ټرک ډرائيورانو دوهلو دپيښې وروستو په احتجاجي ډول تړل شوې پاک افغان تورخم پوله دخالي په ورځ يو ځل بيا پرانستل شوې ده.
راپورونه وائي په پاکستان کې دافغانستان سفير محمدعمر داؤدزى هم ددغه پيښو په اړه خارجه دفتر ته غوښتل شوى ؤ.
دپاکستان دخارجه دفتر ديو وياند ترمخه سفير محمدعمر داؤدزى داسلام اباد خارجه دفتر ته راغوښتل شوى ؤ او هغه خبر کړى شو چې دپاکستاني وگړو دوهلو ټکولو دغه شان پيښې به نۀ زغمل کيږي.
افغان سفير پاکسان ته باور ورکړو چې افغان حکومت به ددغه پيښې پلټنې کوي او دذمه وارو کسانو په ضد به گامونه اخستى شي.
هغه دا باور هم ورکړى چې افغان حکومت به په راتلونکي کې هڅه کوي چې دغه شان پيښې بيا رامينځته نۀ شي.
پاکستاني پوځيانو دجمعې په ورځ په يوه اوونۍ کې په دوهم ځل دتورخم پوله دافغان پوليسو لخوا پاکستانيانو سره افغانستان کې په غيرقانوني سلوک داحتجاج درج کولو په توگه تړلې وه.
دپولې دبنديدو له امله که يو خوا افغانستان ته دهرشان سپلايۍ رسد بند شوى ؤنو بلخوا پاکستان ته دزرگونو افغانانو وراوختل هم اودريدلي وؤ.
راپورونه وائي چې دپاکستاني وگړو سره دغه سلوک وروستو له هغې شوى چې دزيارت په ورځ دپولې سره نزدې دپاکستان لوري ته هم دافغان مسافرو سره دنامعلومو کسانو له لوري هم دغه شان يوه پيښه رامينځته شوه.