د تورخم د لارې پرانستلو مننه خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرو نورې ستونزې دې هم حل شي: شریک چېمبر

د پاکستان او افغانستان سوداګر د تورخم لاره د ۲۴ ساعتونو د پاره په پرانستلو خوشاله دي خو وايي د دواړه هېوادونو سوداګر د روپو په لیږلو او ویزې ترلاسه کولو تر څنګ د یو شمېر نورو ستونزو سره هم مخ دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو (جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټري) د ګډې خونې مشرخان جان الکوزی وايي دوي د دې ګام هر کلی کوي چې د تورخم لار د ۲۴ ساعته سوداګرۍ دپاره پرانستل شوه.

هغه وايي "د دې له امله سوداګر د تاوان سره مخ وو او په ګاډو به اضافي پېسې خرچه کیدلې".

خان جان الکوزي وي او ای ډیوه ته وويل دا وخت په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته ډېره په مشکله ويزه ورکول کيږي.

هغه وویل د پېسو په لېږلو کې سوداګر د جدي ستونزې سره مخ دي او د واهګه پورې چې دوي مالونه ليږي په هغې کې او په کراچۍ کې په بندر مشکلات لري.

هغه زیاته کړه دوي په کراچۍ کې د ډېمبرج (د خپل وار په انتظار) ترڅنګ ځینې نور مسايل لري.

ښاغلی الکوزی وايي د پاکستان چارواکو ورته ويلي چې دوي به د نورو ستونزو هوارلو په لړ کې کار وکړي او په تورخم به هم نورې اسانتياوې برابر کړي. هغه وویل لوظونه کیږي خو بايد چې وپالل شي.

الکوزي وويل "داسې نه ده چې يواځې افغان سوداګر د مشکلاتو سره مخ دي، د هغه په خیال په افغانستان کې پاکستاني سوداګر هم ستونزې لري".

الکوزی وايي که دواړه حکومتونه د سوداګرو ستونزې راکمې کړي نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

د ياد چېمبر مرستیال مشر زبېر موتي والا هم د تورخم د لارې د ۲۴ ساعتونو دپاره په دوامداره توګه په پرانستلو د دواړو هېوادونو د مشرانو مننه کړی خو وايي داسې نه ده چې د لارې خلاصېدو سره ټولې مسلې هوارې شوې.

موتي والا وايي "د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په کچه د اعتماد په ځای کول تر ټولو زیات ضروري دي او دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکولی شي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټرانزټ ټرېډ کې يو څه سېوا والی راغلی دی او په کال ۲۰۱۸ او ۱۹ کې ۹۰ زره کنټینرې افغانستان ته تللي دی او تېر کال دا شمېره ۷۴ زره وه".

هغه زياته کړه "وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٢.٦ اربه ډالرو کاروبار کېدو هغه نن ١.٦ته راټيټ شوی دی".

د موتي والا په خیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلور اربه ډالرو سوداګري کېدی شي او پينځه اربه ډالرو ته رسېدی شي خو چې د دواړو هېوادونو مشران يو بل سره خبرو ته کښېني او د دواړه هېوادونو ترمنځ مسلې د خبرو د لارې هوارې شي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د شورو، چارشنبې په ورځ په یوه دستوره کې په رسمي ډول د تورخم دروازه د ٢۴ ګنټو دپاره پرانیسته او دا یې یوه تاریخي ورځ وبلله.

عمران خان په دغه موقع وویل د تورخم لار ٢۴ ګنټې خلاصه پاتې کېدل به په سیمه کې اقتصاد ته ترقي وکړي او د ولس دپاره به د کار زورګار موقعې برابر کړي. هغه وويل"زه نن دا یوه ډیره تاریخي ورځ ګڼم."

عمران خان سږ کال اعلان کړی ؤ چې تورخم به ٢۴ ګنټې خلاصه وي. خو د ولسي تګ راتګ دپاره به د ویزې شرط پرځای وي.