د پاکستان د دفاع وزیر وایي پوځي عدالتونه څه نوي خبره نه ده

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې  آيا تاسو به د پي ټي ايي د مشرانو خلاف هم ځئ؟ د پاکستان د دفاع وزير وویل " جې بلکل، هغوي د دې منصوبه تړلې او هم د هغوي په خله د ا هرڅه شوي دي."

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف په ملک کې په پوځي عدالتونو کې په ملکي کسانو د ممکنه مقدمو ملاتړ کړی او ويلي دي چې "دا څه نوی کار نه دی، دغې عدالتونو ته عام ملکي خلک هم تللی شي او کله چې پوځي عدالت خپله فېصله واوري نو په ضد يې په سپريم کورټ او هايي‌ کورټ کې د اپيل حق په ځاېې وي."

د وي او ای ارد څانګې خبريالې ارم عباسي ته په يوه مرکه کې خواجه اصف ويلي خلک دا قانون د سپېشل ملټري عدالتونو سره ګډوډوي، خو داسې نه ده.

د نوموړي نه چې وپوښتل شو چې نړيوال تنظيمونه او د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل په پاکستان نيوکې کوي چې په يو جمهوري حکومت کې د عامو عدالتو باوجود څنګه پوځي عدالتونه ته مقدمې وړل کېږي نو د دفاع وزير وویل دغې عدالتونو ته به صرف د هغو کسانو کېسونه ځي چې د کور کمانډر کور ته يې نقصان رسولی او هغه يې لوټلی، يا يې په جي اېچ کيو حمله کړې او یا په ميانوالي کې په هوايي مرکز يرغل کړی.

خواجه اصف وویل "تاسو پخپله سوچ وکړئ په دغه هوایی مرکز کې زمونږه ۸۵ جنګي جازونه ولاړ وو‌ که دغه جازونه سوځول شوی وی نو مونږه سره دومره توان شته چې په د ې حالاتو کې پينځه هم بيا مرمت کړو."

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې آيا تاسو به د پي ټي ايي د مشرانو خلاف هم ځئ؟ د پاکستان د دفاع وزير وویل " جې بلکل، هغوي د دې منصوبه تړلې او هم د هغوي په خله د ا هرڅه شوي دي."

په پاکستان کې په دومره مهمو پوځي ځايونو باندې امنيت ولې ټينګ نه و؟ دې پوښتنې ته په جواب کې خواجه آصف وویل "‌امنيت و، خو که ډزې شوی وی او په کې لس شل کسان وژل شوی وی نو خبره به نوره هم خرابېدلی ځکه چې مظاهره چيانو سره وسلې وې."

د نوموړي نه وپوښتل شو چې کله تاسو په حکومت کې يی نو پوځ په سياست کې مداخلت نه کوي. آيا تاسو دغه جرنېلانو ته نه شئ ويلی چې مفاهمت وکړي؟نو خواجه آصف وویل " بالکل مفاهمت پکار دی، او مونږه له دا معلومول دي چې د تېرو ۷۵ کالو نه زمونږه نظام ته کوم مرض لګېدلی د هغې تشخېص او علاج اوکړی شي. نن سبا زمونږه پوځ بې پلوه دی، په سياست کې هېڅ مداخلت نه کوي".

پوځ بې پلوه دی او په سياست کې لاسوهنه نه کوي،‌د خواجه آصف په دې خبره د هغه نه بيا وپوښتل شوو چې واقعي تاسو داګڼئ چې پوځ په سياست کې مداخلت نه کوي او ستاسو د اتحادي حکومت مرسته يې نه ده کړې، نو نوموړي خپله خبره بيا تکرار کړه،" هو،‌زه وېم، پوځ نيوټرل دی".

د وي او ای اردو خبريالې ارم عباسي د نوموړي نه وپوښتل چې ستاسو په حکومت دا تور دی چې دپوځ په مرستو را روان دی نو د دفاع وزير وویل،" بالکل زمونږه تعلق د جنرل ضيا سره پاتې دی، دغه يو غلط کار شوی دی."

کله چې د نوموړي نه د لادرکه کړل شوي خبريال عمران رياض په اړه اوپوښتل شو نو هغه د لاعلمۍ څرګندونه وکړه او وې ويل چې کوم خبريالان د يو ګوند پلوي کوي هغه بيا خبريالان نه وي." ماته نه ده پته، چې هغه چرته دی، خو هغه د سيالکوټ اېرپورټ نه د بهر تللو کوشش کوو، کله چې تاسو په نظام يقين ساتۍ نو بيا به هلته پاتې کېږئ، تېښته به نه کوئ. کوم صحافيان چې دومره ښکاره د يو ګوند ملاتړ کوي هغوي بيا صحافيان نه شي کېدلی."

په دې حالاتو کې به حکومت بجټ پېش کړی شي؟ نو خواجه آصف وویل "بجټ به ضرور پېش کېږي، او د تېر يو کال نه د عمران خان د کوششونو باوجود پاکستان پخپلو قرضو ورکولو کې پاتې نه دی راغلی، دا ځل به هم پاتې نه راځي."

یادونه: خواجه اصف سره د وي او ای د اردو څانګې خبریالې ارم عباسي مرکه د وي او ای ډیوه بختور شاه پښتو ته ترجمه کړې