سل (100) سیاسي او ټولنیز مشران څنگه پاکستان غواړي؟

د امريتي طاقتونو په ضد جمهوریت پلوه سوچ لرونکي وايي دا وخت په پاکستان کې سول مارشل لا ده او زیاتوي د هېواد چارې د غیر جمهوري طاقتونو په لاسونو کې دي.

په پاکستان کې نزدې سلو سیاستدانانو، وکیلانو، دانشورانو، خبریالانو او د بشري حقونو کارکونکو په یو لیک کې اپيل کړی دی چې ټولنه دې د امریتي طاقتونو او ریاستي ادرارو د برلاسي په ضد یو موټی شي.

په دې خط د پاکستان پیپلز گوند مهم مشر او د بشري حقونو مبارز سینیټر فرحت الله بابر هم د ستخط کړی دی. ښاغلي بابر وي او ای ډیوه ته وویل :

"په ظاهره خو په پاکستان کې جمهوریت دی خو د پردو شاته غیر جمهوري طاقتونو په ادارو قبضه کړې ده."

په پاکستان کې د "غیرجمهوري طاقتونو" کليمه د هېواد دطاقتور پوځ لپاره کارول کیږي خو اکثره وخت سیاسي مشران، لیکوالان او خبریالان د پوځ یا پوځي مشرانو او ادارو د نوم اخستلو نه ډه ډه کوي.

مونږ چې د ښاغلي بابر نه تپوس وکړو چې په پاکستان کې د جمهوریت پلوه سیاسي گوندونو د موجودگۍ باجود اولسي ټولنې ته د یو غیرجمهوري طرز حکومت په ضد د مزاحمت حاجت څه وو؟

هغه وویل د وسني پاکستان مثال د یو داسې موټر دی چې سټیرینگ ته یو تن ناست دی خو د رفتار، بریکونو او نورو پورزو واک یې په شاته سیټونو د ناستو خلقو په لاسونو کې دی، هغه وویل:

" داسې گاډی نه شي چلیدې، داسې گاډی به یوه ورځ د ډیر خطرناک ایکسیډینټ سره مخ کیږي"

Your browser doesn’t support HTML5

فرحت الله بابر وویل په ظاهره خو په پاکستان کې جمهوریت دی خو د پردو شاته غیر جمهوري طاقتونو په ادارو قبضه کړې ده.

په اسلام اباد کې جمهوریت پلوه فکر لرونکو سلو کسانو په یو ښکاره خط کې شپږ نکات وړاندې کړي دي او د پاکستان وسنۍ سیاسي وضعې ته یې ډېره کړکیچنه ويلي دي.

په خط کې دانساني حقونو د خوندي کولو او د حقیقي جمهوریت په خاطر د مزاحمت کولو او د جدوجهد اعلان شوی دی.

د امریتي طاقتونو او ریاستي ادرارو د زورونو په ضد د یو موټي کیدلو په پرانستي خط د عوامي نیشنل گوند ستر سیکتر میا افتخار حسین هم دستخط کړی دی هغه وايي :

"په پاکستان کې دا وخت سول مارشل لا ده او جمهوریت په خطر کې دی"

هغه وویل که څه هم د حکومت مخالفه گوندونو هم یو تحریک شورو کړی دی خو اولسي ټولنې ته یو کیدل پکار دي:

" د حکومت نه علاوه ټول په ټول په دې خبره متفق دي چې دا موجوده حکومت مشکلات سوا کوي او دې ملک ته خطرات پېښۍ، او دغه یواځې ددې ملک او د جمهوریت خبره نه ده، انساني حقوق پکې غصب کیږي"

مونږ دښاغلي حسین نه تپوس وکړو چې امرانه طاقتونه په پاکستان کې څه داسې کوي چې اولس یې باید په شا وتمبوي؟

د هغه په خیال پارلیمان سپریم دی او ددې احترام دې وشي:

"د پاکستان بقا ته د امریت په وجه خطره ده"

د ښاغلي حسین په خیال هیوادونه په امرانه سوچ نه پايي ځکه چې دې سوچ سره نوره نړۍ په کوم ملک بیا باور نه کوي :

"ډکټیټرشپ نه شي چلېدی او نه دا د مسلې حل دي"

Your browser doesn’t support HTML5

د امریتي طاقتونو او ریاستي ادرارو د زورونو په ضد د یو موټي کیدلو په پرانستي خط میا افتخار حسین هم دستخط کړی دی

د پښتون ملت پال مشر او دانشور افراسیاب خټک په خیال په پاکستان کې چې کله هم غېر جمهوري قوتونو په واک نیولی دی نو اولس یې په ضد پورته شوی دی چې پکې د ټولنې هره طبقه برخه اخلي :

"حقیقت کې اولس واکي پکاره ده، جمهوریت اولس واکۍ ته وايي، نو ددې لپاره اولس ته یې د اِتحاد غږ کړی دی چې راپورته شي او د غیر جمهوري قوتونو مخه ونیسي"

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت کې اولس واکي پکاره ده، جمهوریت اولس واکۍ ته وايي

د پاکستان 100 سیاسي او ټولنیز مشران څه غواړي؟

په اسلام اباد کې د یوې ورځنۍ غونډې ورستو دې مشرانو شپږ نکات اعلان کړي دي

چې وړومبۍ نکته یې د کمزوري معيشیت په حقله ده:

"یو ډنگر معیشیت د یو سربې قامي سلامتیا بوج نه شي وړلی، د اي ایم ایف څخه په سختو شرطونو اخستي پورونه ستونزې نه شي ختمولې، ترڅو چې د هیواد معیشیت پیداواري نه شي، بدلون نه شي راتلې"

په دویمه نکته کې د جمهوریت په ضد د پټو ناستو امرانه طاقتونو زکر شوی دی:

"باجود د کمزوریو په تیرو دوه جمهوري حکومتونو کې یو عبوري جمهوري عمل روان وو خو ددې په ضد د پردو شاته پټو امرانه طاقتونو یو غیر جمهوري او غیر منتخب حکومت په اولس وروتپلو"

په دریمه نکته کې د ائين دواکمنۍ، انصاف، او د میډیا د اذادۍ زکر شوی دی، دې نکته کې ویل شوي دي:

"د ائین واکمني، پارلیماني نظام، د انصاف عمل، د وینا حق، د ادارو بې پلویتوب او دائین منل ختمیږي، د اولسي ادارو په چارو کې د فوځي ادارو د لاسوهنې د نیولو ائیني لارې تړل کیږي، او تر ټولو غټه خبره دا چې د اولس انساني، معاشي، او ټولنیز حقونه د پښو لاندې کیږي"

په څلورمه نکته کې د میډیا د اذادۍ د سرغړونو، په پینځمه کې د اتلسم ائیني تر میم د خلاف ورزیو او په شپږمه کې دپاکستان یواځې شوې باندینو چارو تگ لارې ته اشاره او تنقید شوی دی.

دې خط ته د حکومت یا فوځ لخوا تر اوسه ځواب نه دی ویل شوی خو وسني وزيراعظم عمران خان تل په خپلو خبرو کې دعوا کړې چې په تیرو شوو حکومتونو کې بډې رشوتونه عام وو ځکه هغه ته اولس ووټ ورکړی.

د پاکستان پوځ هم دغه دعوا ردوي چې گني وسنی حکومت هغوي جوړ کړی دی پوځ دا هم نه مني چې دويي جمهوري واک نه خوښوي.