نړیوالې څېړنیزې ادارې «سیویک یو ایس مانیټر» پاکستان د هغو هېوادونو د څار په نوملړ کې شامل کړی چې وایي د اپوزیشن تر ځپلو، پر خبریالانو له سنسرشپ او پر سوله ییزو احتجاجونو له بریدونو وروسته پکې مدني ازادۍ په تېزۍ سره کمې شوې دي.
سیویک یو ایس مانیټر وایي په ټوله نړۍ کې د خپلو شریکو څېړونکو په همکارۍ د را غونډو کړو معلوماتو په بنیاد یې دا ارزونه کړې ده او د پاکستان په ګډون کرغزستان، فلسطین، سینیګال او وینزویلا هم د څار په دې نوملړ کې شامل کړای شوی دی.
دغه اداره له ګڼ شمېر مدني ټولنو جوړه ده چې د نړۍ په شاوخوا 196 هېوادونو کې څېړنه کوي او د مدني ټولنو او مدني ازادیو په اړه معلومات را غونډوي.
د مارچ پر 5مه په خپل یو بیان کې دې ادارې ویلي د فرورۍ پر اتمه د پاکستان په انتخاباتو کې د اپوزیشن یا مخالفو ږغونو د ځپلو اسناد یې تر لاسه کړي دي.
سیویک یو ایس مانیټر وایي مخکیني وزیراعظم عمران خان ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او د هغه د ګوند امیدواران د نامزدګۍ د کاغذونو د ردېدو په ګډون له پام وړ خنډونو سره مخ شوي وو:
"په سلګونو د اپوزیشن غړي تر انتخاباتو مخکې میاشتو کې نیول شوي وو، چې په ځینو باندې د نړیوال قانون خلاف د مبهمو قوانینو په بنیاد تورونه لګول شوي او په پوځي عدالتونو کې مقدمې پرې چلېدلې وې".
د مدني ازادیو لپاره کارکوونکې دغه اداره وایي په دې هېواد کې د انتخاباتو په مهال درو مهمو بنیادي مدني او ښاري ازادیو ته هم زیان رسېدلی وو، چې وایي په د اظهار پر ازادۍ، سوله ییزو غونډو او د خلکو پر یو ځای کېدو بندیزونه پکې شامل دي.
د بیان له مخې مېډیا ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د عمران خان ویناوو یا د هغه د ګوند تحریک انصاف احتجاجي مظاهرو ته ځای ورکړي.
دې ادارې د پاکستان د الیکټرانک مېډیا د انتظام پر سرکاري ادارې پېمرا هم تور لګولی او وایي ټولو ټیلیویژن چېنلونو ته یې امر کړی وو هغو خبریالانو ته دې وخت نه ورکوي چې عمران خان ته نیزدې ګڼل کېږي یا پر پوځ او حکومت نیوکې کوي.
سیویک یو ایس مانیټر وایي د پاکستان له انتخاباتو وروسته په دې هېواد کې خبریالان پرله پسې په نخښه کېږي چې وایي په هغوی کې یو هم یوټیوبر خبریال اسد علي طور دی.
اداره وایي د اظهار پر ازادۍ او معلوماتو ته په رسایۍ باندې په بندیزونو کې د انتخاباتو په مهال د انټرنیټ او موبایل ټیلیفونونو بندول هم شامل دي:
"د 2023م کال په دسمبر کې چارواکو د پي ټي ای د آنلاین احتجاج په وخت د لنډ وخت لپاره انټرنیت ورو کړ او د سوشل مېډیا مهمو پاڼو لکه ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام او یوټیوب ته یې لاسرسی بند کړ".
د سیویک یو ایس مانیټر د اېشیا پېسیفیک څانګې څېړونکی جوزف بېنیډکټ وایي، د پاکستان د انتخاباتو په مهال یې په مدني ازادیو باندې منظم بندیز لیدلی دی:
"د انتخاباتو په شاوخوا کې د اپوزیشن په ځانګړې توګه د تحریک انصاف ځپل، د انټرنیټ او موبایل خدمتونو ځنډول او د خبریالانو په نخښه کول په دې کې شامل دي، دغو اقداماتو د انتخاباتو اعتبار ته زیان ورساوه او د ملک جمهوري زوال یې په ګوته کړ".
د پاکستان حکومت او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د سیویک یو ایس مانیټر تازه رپوټ ته څه جواب نه دی ویلی، خو په انتخاباتو کې د ممکنه درغلیو او په دې اړه د پلټنو په اړه د امریکا او غربي نړۍ غوښتنې یې رد کړې او وایي انتخاباتو په شفاف ډول تر سره شوي وو.
سیویک یو ایس مانیټر وایي په پاکستان کې د انتخاباتو په مهال چارواکو د بشري حقونو د مبارزینو او فعالینو په هدف کولو سره د مخالفو نظرونو د مخنیوي هڅه هم وکړه.
وایي بلوڅان او پښتانه په پاکستان کې پرله پسې د چارواکو له خوا د جبري بې درکیو، غیرعدالتي وژنو او خپلسرو نیولو په ګډون له جبر او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.
د پاکستان امنیتي ادارو تل د خلکو په جبري بې درکیو او غیرعدالتي وژنو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.