د پاکستان خارجه وزیر به دا هفته کابل ته ځي

شاه محمود قریشي د پاکستان د نوي حکومت خارجه وزیر دی او هغه ویلي وو چې د خارجه وزیر په توگه خپل ورړمبي بهرنی سفر به افغانستان ته کوي

د پاکستان خارجه وزیرات ویلي د هېواد خارجه وزیر شاه محمود قریشي به دا هفته د کابل سفر کوي او د افغان مامورینو سره به د په هېواد کې د امن او د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو خبرې کوي.

د خارجه وزارت ترجمان محمد فېصل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل چې شاه محمود قریشي به د سپټمبر د میاشت په ١٥ مه نېټه به کابل ته ځي او د افغان مامورینو سره به لیده کاته کوي.

شاه محمود قریشي د پاکستان د نوي حکومت خارجه وزیر دی او هغه ویلي وو چې د خارجه وزیر په توگه خپل ورړمبي بهرنی سفر به افغانستان ته کوي.

پاکستانی وزیر به په داسې حال کې کابل ته ځي چې پاکستان د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې خپله قونصلگري تړلې ده او د ننگرهار په والي یې د قونصلگرۍ په چارو کې د لاس وهنې الزام لگولی دی. والي دا تور ردوي خو ویلي یې دي چې قونصلگرۍ ته د ویزه اخیستونکو دپاره د اسانتیاو په لړ کې ورغلی و.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل وویل ترڅو د امنیت وضع نه ښه شوي په جلال اباد کې به د پاکستان قونصلگري تړلي وي.

د ترجمان وویل کابل ته د خارجه وزیر شاه محمود قریشي د سفر په مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو اړوندو مسلو خبرې کولی شي چې پکې امن او امان او په نورو مدونو کې د همکارۍ موضوعات هم شامل دي.

په دې اړه نور تفصیل د اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر په رپورټ کې اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي به د کابل دوره کوي